Language

پاکستان د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې پرمختګ ته هيله مندي وښوده

کابل (پژواک، ٢٦ ورى ٩٨): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هيله مندي ښودلې چې دغه ځل به د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې پرمختګ وشي.

د راپورونو له مخې، نوموړي پرون د پاکستان په ملتان ښار کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي چې هېواد يې په افغانستان کې سولې او ثبات ته لېوال دى.

هغه زياته کړې چې د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړه به په خپله افغانان کوي، خو په ډاګه يې کړه چې پاکستان د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې د يوه ملګري په توګه ګډونوال دى.

قريشي ويلي چې نن دوشنبه به قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو شپږم پړاو پيل شي او هيله يې څرګنده کړې ده چې په دغه پړاو کې به نور پرمختګونه وشي.

د يادونې ده، تر اوسه د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پنځه پړاوه خبرې شوې دي او په وروستي پړاو کې د دوى ترمنځ ١٦ ورځې پرله پسې خبرې وشوې.

له ياد پړاو وروسته د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وويل چې د امريکايي ځواکونو پر وتلو او ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې يې هوکړه کړې، دغه راز پر اوربند او بين الافغاني مذاکراتو يې هم خبرې کړې، خو هوکړې ته نه دي رسېدلي.

بلخوا د افغان حکومت سرچينې وايي چې دوى له خليلزاده غوښتي وو چې د يادو څلورو موضوعاتو تر څنګ په راتلونکي کې د پاکستان د نه لاسوهنې په اړه د ضمانت خبره هم وشي، خو سرچينه وايي چې خليلزاد ورسره دا خبره نه ده منلې.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د شپږم پړاو تر پيلېدو مخکې  د دواړو لورو ترمنځ لفظي ناندرۍ هغه مهال پيل شوې چې طالبانو د الفتح په نامه د پسرلنيو عملياتو پيلولو اعلان وکړ.

په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو قوماندان او په خپله خليلزاد د دغو عملياتو په اړه کلک غبرګون وښود چې طالبانو يې په ځواب کې بيا خبرپاڼه ورکړه او امريکا يې پر بشري جنايتونو تورنه کړه.

زلمي خليلزاد نن يو ځل بيا په خپلو څرګندونو کې په ډاګه کړې چې طالبان د اوربند پر ځاى د وينې تويېدنې بهير ته ادامه ورکوي.

login or register a new account.