Language

له اېراني ژباړو پښتو ته کېدونکې ژباړې بې کیفیته دي

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۹۸) : د افغانستان د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر وايي، په اېران کې کېدونکې ژباړې ۹۰ سلنه ناسمې دي او پښتو ژبې ته کټ مټ ژباړل همدا ټولې تېروتنې را لېږدوي.

نوموړی له ژباړې څخه د ژباړې پر ځای له اصلي متنونو په ژباړه ټینګار وکړ، خو زیاته یې کړه چې بیا هم که له فارسي متنونو ژباړه کېږي د فارسي ژباړونکي او ناشر په انتخاب کې دې دقت وشي.

هغه چې د افغان لیکوال مرکز له خوا په انتشاراتو کې د ژباړې په اهمیت په جوړه شوې غونډه کې یې خبرې کولې وویل، د ژباړې زده‌کړو ته دې پام وشي او د ټکي په ټکي ژباړې پر ځای دې مفهومي ژباړې وشي.

استاد غضنفر زیاته کړه ،په فرهنګي چارو کې تقاضا او عرضه د اقتصاد په پرتله جلا مفهوم لري، تر هغو چې ښه عرضه نه وي شوې تقاضا نه رامنځته کېږي، نو بازار ته دې باکیفیته لیکل شوي او ژباړل شوي کتابونه وړاندې شي، ترڅو یې خلک ولولي او په دې توګه د کتاب لوستلو فرهنګ پراخ شي.

په دغه غونډه کې د علومو اکاډمۍ غړي او په اېران کې د افغانستان لوی سفیر عبدالغفور لېوال ټینګار وکړ، چې په بېلابېلو برخو کې دې دلیکلو پر ځای ژباړې ته لومړیتوب ورکړل شي‎.

د هغه په وینا ښايي ستونزمنه وي، چې په افغانستان کې دې د ساینس، تکنالوژۍ یا نورو ورته برخو کې نوی کشف وشي، نو ښه ده چې پر ځای یې د نړیوالو وروستۍ څېړنې او کشفیات په باکیفیته او باوري ډول پښتو شي او په دې برخه کې دې د ژباړې کیفیت او د مسلکي ژباړونکو روزنې ته ډېره توجه وشي.

نوموړي همدا راز په انتشاراتو کې د ژباړل کېدونکو توکو په لومړیتوب بندۍ خبرې وکړې او زیاته یې کړه، هغه کتابونه دې وژباړل او خپاره شي، چې د افغانستان خلک اړتیا ورته لري،

هغه وویل هغه کتابونه چې ژر پلورل کېږي د دې معنا نه لري، چې د خلکو اړتیا پوره کوي.

د غونډې په دوام د ولسمشر بل سلاکار محمد نبي مصداق خبرې وکړې او زیاته یې کړه، که څه هم د تېر په پرتله په ژباړه کې ډېر کار شوی، خو بیا هم ډېر کار ته اړتیا ده او اړتیا ده په ژباړه کې نقد ته لاره هواره شي.

همدا راز په دغه غونډه کې د عازم انتشاراتو مشر ډاکتر اجمل عازم د کاپي رايټ قانون پر پلي کولو ټینګار وکړ او ویې ویل دغه قانون چې لومړی پلی کوونکی او مسوول یې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دی یو فیصد هم نه دی پلی کړی. په دغه غونډه کې چې ګڼ شمېر فرهنګي، ادبي شخصیتونو، ژباړونکو، لیکوالانو او ګڼو محصلینو ګډون په‌کې کړی و، د ژباړې په اهمیت او په انتشاراتو کې د ژباړې په کیفیت خبرې وشوې.

همدا راز د افغان لیکوال له‌خوا «د عادت ځواک» په نوم د نوي ژباړل شوي او خپاره شوي کتاب په معرفۍ سره د دغه مرکز انتشارات(خپرندویه ټولنه) په رسمي توګه پرانیستل شول او همدا راز د دغه مرکز د ژبو او ژباړې انستېتیوت څخه هم د عملي ژباړې او پښتو لیکوالۍ په برخه کې ۳۰ کسان فارغ شول.

login or register a new account.

Related Topics