مزارشریف(پژواک، ٢غويى۹۸ ): د بلخ ولایت لسګونه اوسېدونکي، مدني فعالان، دیني علما او د ښځو د حقونو فعالانې وایي چې طالبان او حکومت دې د الفتح او خالد په نومونو عملیاتو پر ځای سولې ته لومړیتوب ورکړي.
دوی چې د غويي په ۲مه، مزار شریف کې راټول شوي وو، همدا راز یې د سولې په تړاو د قطر ناستې پر لغوه کېدو خواشیني وښوده.
د بلخ د مدني ټولنو د اتحادیې مشر سیدعبدالحمید صفوت غونډې ته په وینا کې وویل چې د خلکو غوښتنه دا ده چې د الفتح او خالد په نومونو د جګړو د اعلان پر ځای دې د سولې مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړل شي.
هغه زیاته کړه چې د روانې جګړې ټوله ګټه بهرنیو کړیو او هېوادونو ته رسېږي.
د صفوت په خبره، د قطر ناستې لغوه کېدل د سولې روانې پروسې په بهیر کې یو ناوړه کار و.
نوموړی زیاتوي چې د افغانستان د سولې په تړاو راتلونکې ناسته ټاکل شوې ده په ازبکستان کې ترسره شي، خو اندېښنه یې وښوده چې له اوسه د دغې ناستې د تخریب هڅې روانې دي.
د ښځو د حقونو فعالې نفیسې غیاثي غونډې ته وویل چې افغانان د سولې په نوم معامله، فرمایش او شخصي جوړجاړی نه غواړي.
هغې زیاته کړه چې د سولې په مذاکراتو کې دې ډېره ونډه د جګړې قربانیانو ته ورکړل شي.
مېرمن غیاثي وايي : " د سولې راوستو لپاره رښتیني او پاک نیت ته اړتيا ده، خو متاسفانه چې نه دولت او نه هم طالبان دا ډول نیت لري، بلکې هغوی د خپلو شخصي منافعو په لټه کې دي. "
د بلخ ادبي او ټولنیز مرکز مشر ذبیح الله احساس غونډې ته وویل چې د سولې روانې خبرې هغه مهال پايله لرلى شي چې افغانستان کې د شته ولسواک نظام د بقا لپاره کار وشي.
د هغه په وینا، طالبان باید ثابته کړي چې افغاني مفکوره لري او د دې مفکورې پر بنسټ دې له افغانانو سره خبرې پیل کړي.
د احساس په خبره، له تېر تاریخ څخه باید تجربه واخیستل شي او اجازه ورنه کړل شي چې د سولې په نوم افغانستان کې د بې نظامۍ فضا رامنځته شي.
login or register a new account.