منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۵ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خلک: د الفتح او خالد عملياتو پر ځای دې سولې ته کار وشي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

مزارشریف(پژواک، ٢غويى۹۸ ): د بلخ ولایت لسګونه اوسېدونکي، مدني فعالان، دیني علما او د ښځو د حقونو فعالانې وایي چې طالبان او حکومت دې د الفتح او خالد په نومونو عملیاتو پر ځای سولې ته لومړیتوب ورکړي.

دوی چې د غويي په ۲مه، مزار شریف کې راټول شوي وو، همدا راز یې د سولې په تړاو د قطر ناستې پر لغوه کېدو خواشیني وښوده.

د بلخ د مدني ټولنو د اتحادیې مشر سیدعبدالحمید صفوت غونډې ته په وینا کې وویل چې د خلکو غوښتنه دا ده چې د الفتح او خالد په نومونو د جګړو د اعلان پر ځای دې د سولې مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړل شي.

 هغه زیاته کړه چې د روانې جګړې ټوله ګټه بهرنیو کړیو او هېوادونو ته رسېږي.

د صفوت په خبره، د قطر ناستې لغوه کېدل د سولې روانې پروسې په بهیر کې یو ناوړه کار و.

نوموړی زیاتوي چې د افغانستان د سولې په تړاو راتلونکې ناسته ټاکل شوې ده په ازبکستان کې ترسره شي، خو اندېښنه یې وښوده چې له اوسه د دغې ناستې د تخریب هڅې روانې دي.

د ښځو د حقونو فعالې نفیسې غیاثي غونډې ته وویل چې افغانان د سولې په نوم معامله، فرمایش او شخصي جوړجاړی نه غواړي.

هغې زیاته کړه چې د سولې په مذاکراتو کې دې ډېره ونډه د جګړې قربانیانو ته ورکړل شي.

مېرمن غیاثي وايي : " د سولې راوستو لپاره رښتیني او پاک نیت ته اړتيا ده، خو متاسفانه چې نه دولت او نه هم طالبان دا ډول نیت لري، بلکې هغوی د خپلو شخصي منافعو په لټه کې دي. "

د بلخ ادبي او ټولنیز مرکز مشر ذبیح الله احساس غونډې ته وویل چې د سولې روانې خبرې هغه مهال پايله لرلى شي چې افغانستان کې د شته ولسواک نظام د بقا لپاره کار وشي.

د هغه په وینا،  طالبان باید ثابته کړي چې افغاني مفکوره لري او د دې مفکورې پر بنسټ دې له افغانانو سره خبرې پیل کړي.

د احساس په خبره، له تېر تاریخ څخه باید تجربه واخیستل شي او اجازه ورنه کړل شي چې د سولې په نوم افغانستان کې د بې نظامۍ فضا رامنځته شي.

نوموړي دا هم وویل چې د سولې په خبرو کې دې د جګړې د قربانیانو حقوق نه تر پښو لاندې کېږي.

دیني عالم مولوي محمد رسول حنیف په خپله وینا کې د سولې ټینګښت او د جګړې پای ته رسول له اسلامي لارښوونو څخه وبلل او غوښتنه یې وکړه چې افغان حکومت او طالبان باید د مذاکراتو یوه مېز ته سره کېني.

هغه زیاته کړه چې افغانان دې په دغو حساسو شرایطو کې خپلمنځي اختلافات پرېږدي او په یوه غږ دې د سولې او ثبات لپاره کار وکړي.

دغه دیني عالم  قومي، ژبنی او سمتي تعصب د دین له نظره حرام او مردود وګڼل او زیاته یې کړه چې له دغو حالتونو څخه د افغانستان دښمنان ناوړه استفاده کوي.

د هغه په خبره، د سولې د ټینګښت په تړاو غږ باید له جوماتونو، مدني ټولنو او ولسي غونډو څخه په ګډه او همغږۍ پورته شي.

د سولې ولسي حرکت غړي حیات خان حبیبي پژواک ته وویل چې د قطر غونډه باید نه وای لغوه شوې.

هغه زیاتوي، چې د حکومت له خوا د ۲۵۰ کسانو نوملړ د دې لامل شو چې یاده غونډه وځنډېده.

نوموړی وایي چې افغان حکومت باید محدود خو د ولس استازي د یادې غونډې لپاره ور لېږلي وای. ده همدا راز په طالبانو هم نیوکه وکړه چې افغان ولس سره له مخامخېدو وېره لري، نو ځکه یې د قطر غونډې په لغوه کېدو کې لاس درلود.

د هغه په خبره، که حکومت او طالبان د سولې په موضوع کې رښتیني وي، نو ژر تر ژره دې بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه غوښتنه وکړه، چې د اوربند په اعلان سره د روان ناورین مخه ونیسي.

د يادونې ده، چې حکومت او طالبانو په دې وروستيو کې د خالد او الفتح په نومونو عمليات کړي ، ددغو عملياتو پر ضد په يو شمېر نورو ولايتونو کې لاريونونه هم شوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه