Language

امريکايي ځواکونه: د افغانانو د مرګ ژوبلې مسوولین طالبان دي

کابل (پژواک، ٤ غويى ٩٨): په افغانستان کې امريکايي ځواکونو وايي چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي تر ټولو غوره لاره دا ده چې ټولې خواوې له تاوتريخوالي لاس واخلي.

نوموړي دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د يوناما د هغه راپور په غبرګون کې کړې چې په کې ادعا شوې، د روان زېږديز کال د لومړۍ ربعې د ملکي تلفاتو ٥٣ سلنه د دولتي ځواکونو او د هغوى د ملاتړو له خوا اوښتې ده.

خو د يوناما په راپور کې راغلي، د تېر کال د لومړيو درېيو مياشتو په پرتله د ملکي تلفاتو په کچه کې ٢٣ سلنه کموالى راغلى دى.

په راپور کې راغلي چې په تېرو درېيو مياشتو کې نږدې ٦٠٠ ملکي کسان وژل شوي او ١٢٠٠ نور ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند ډګرمن ډيف بټلر د غويي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د عملياتو د لوړې کچې معيارونه په پام کې نيسي او ځان مسوول هم ګڼي.

هغه زياته کړه: ((موږ په ټولو عملياتو کې له بشپړ دقته کار اخلو، خو له ځانه او افغان ځواکونو د دفاع حق هم لرو.))

ډګرمن بټلر وايي، د ملکي تلفاتو د مخنيوي تر ټولو غوره لاره دا ده چې د جګړې د ټولو خواوو له خوا روان تاوتريخوالي ته د پاى ټکى کېښودل شي.

خو نوموړي زياته کړې چې د افغانانو د مرګ ژوبلې مسوولين طالبان دي؛ ځکه دوى تل د سولې غوښتنې ته منفي ځواب ورکړى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.