کابل (پژواک ، ٩ غويى ٩٨) : د افغان سولې لپاره دامريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، چې په کابل کې يې له افغان مشرانو او سياسيونو سره يې ګټورې خبرې کړې.
نوموړي دغه څرګندونې د غويي په ٩مه، پاکستان ته د سفر پر مهال په ټولنيزه شبکه ټويټر کې کړې دي.
هغه زياته کړې، چې له تېرو څو ورځو راهيسې په کابل کې يې ګټورې ليدنې کتنې درلودلې، له ولسمشر اشرف غني ، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره يې څو وارې کتلي، دغه راز له نورو سياسي مشرانو، مدني ټولنې غړو او ځوانانو له استازو سره يې هم مشورې کړې دي.
د نوموړي په وينا، په دې ليدنو کې پر افغان سولې پروسې او ژر تر ژره ترسره کېدونکي بين الافغاني مذاکراتو پر موضوعاتو يې په تفصيل سره خبرې کړې دي.
د امريکا ځانګړي استازي ويلي، چې په کابل کې تر ليدنو کتنو وروسته په اسلام اباد او دوحه کې خپلو بحثونو او مشورو ته ادامه ورکوي.
زلمى خليلزاد چې نن سهار اسلام اباد ته رسېدلى دى، دپاکستان د بهرنيوچارو وزارت له پلاوي سره يې پر افغان سولې پروسې خبرې کړې دي.
خليلزاد کابو اووه میاشتې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو، هغه تر اوسه شپږ ځلې له طالبانو سره لیدلي او له دې ډلې سره یې د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.
په دې موده کې شپږ ځلې سیمهییزو هېوادونو د هغو له ډلې افغانستان، پاکستان، چین او روسیې ته سفرونه کړي څو د افغان سولې لپاره یوه اجماع رامنځته شي.
login or register a new account.