Language

د سولې مشورتي لويې جرګې مرستيالان  او منشیان وټاکل شول

 کابل (پژواک ١٠ غويى ٩٨): د سولې مشورتي لويې جرګې د ټاکنو له لارې پنځه تنه د دې جرګې د مرستيالانو او پنځه نور د منشیانو په توګه وټاکل شول.

دغه جرګه د څلورو ورځو لپاره تنظیم شوې وه چې تېره ورځ پر ۳۰۰ مېلمنو سربېره د ۳۲۰۰ غړو په ګډون د کابل ښار د لویې جرګې په خېمه کې له طالبانو سره د سولې خبرو پر میکانیزم د اجماع لپاره پيل شوه.

پرون ولسمشر محمد اشرف غني، عبد رب الرسول سیاف د یادې جرګې د رییس په توګه معرفي کړ، خو د سیاف له خوا د مرستیالانو په توګه د حبیبې سرابي، عبدالرووف ابراهیمي، عبدالرووف انعامي او فضل هادي مسلمیار له معرفي کېدو سره د ناستې ګډونوالو مخالفت وکړ.

د اجنډا له مخې ټاکل شوې وه چې تېره ورځ ماسپښین د کمېټو د رییسانو او منشیانو د ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره او پایلې یې اعلان شي او د کمېټو کار د ماښام تر ۶:۳۰ بجو دوام ولري، خو د مرستیالانو په توګه د یادو څلورو کسانو له ټاکل کېدو سره د جرګې د ځینو غړو د مخالفت له امله دغه کار وځنډول شو؛ خو نن د جرګې غړي په ۵۱ کاري کمېټو کې تنظیم او وروسته د مشورتي لویې جرګې د اداري پلاوي لپاره ۴۹ نوماندانو ته د رایو صندقونه کېښودل شول.

تر رايې اچونې او شمېرنې وروسته ډاکټر افضل حديد، عارف نورزي، کمال صافي، حبيبې سرابي او ناجيې منيرې آخندزاده تر نورو ډېرې رايې واخيستې او په دې سره د لويې مشورتي جرګې مرستيالان وټاکل شول.

دغه راز رفيع الله حيدري، عاطفه طيب، عرفان الله عرفان، ګلالۍ اکبري او محمدموسی رحيمي تر نورو زیاتو رایو اخیستلو سره د لويې  مشورتي جرګې منشيان وټاکل شول.

login or register a new account.