Language

سعودي عربستان په روژه کې له ٢٠ زره بې وزلو افغانانو سره مرستې کوي

کابل (پژواک، ١٦ غويى ٩٨) : د سعودي عربستان د يوې دولتي مرستندويې ادارې له خوا د روژې په مياشت کې د نږدې ٨٠ ميليونه افغانيو په ارزښت له ٢٠ زرو بې وزلو افغانانو سره مرستې کېږي.

ددې مرستو د وېشلو لړۍ پرون په کابل کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير سيدحسين عالم بلخي، په کابل کې د سعودي عربستان سفير  جاسم الخالدي او نورو چارواکو له خوا پيل شوه .

دا مرستې د سعودي عربستان د باچا ملک سلمان په نامه د (د مرستو او بشري کارونو د ملک سلمان مرکز  « مركز الملك سلمان للإغاثة والأعمال الإنسانية» له خوا وېشل کېږي.

د ياد مرکز له خوا دغويي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون يې په کابل ښار کې د افطار الصايم د پروژې پرانېسته وکړه او په ترڅ کې يې   ٢٢٠ مستحقو کورنيو ته د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت مرستې ووېشل شوې.
د کډوالو چارو وزير بلخي د مرستو د وېشلو پر مهال وويل چې ددغو مرستو له وېشلو څخه موخه د روژې په مبارکه مياشت کې د اړمنو کورنيو ستونزې هوارول دي.

ده زياته کړه چې په دغو مرستو کې پر هرې کورنۍ د  پنځوسو امريکايي ډالرو په ارزښت وريجې، غوړي، اوړه، لوبيا ، بوره، خرما او چاى وېشل کېږي.

د ياد وزارت وياند رضا باهر وايي، ټاکل شوې ده د روژې په مبارکه مياشت کې په کابل کې له پنځو زرو اړو کورنيو سره  مرسته وشي،  دغه راز دا مرستې به د پنځو نورو ولايتونو له ١٥ زرو نورو اړمنو کورنيو سره هم وشي.

د سعودي عربستان سفير نورو کورنيو ته د بشردوستانه مرستو په وېشلو کې د کډوالو چارو له وزارت سره د خپلو همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.

د کډوالو چارو وزارت د ټولنيزو چارو سلاکار حيات الله سباوون  وايي چې  د سعودي عربستان ياد مرکز د يو  ميليون امريکايي ډالرو (٧٨ ميليونه افغانيو) په ارزښت د هېواد په پنځو ولايتونو کې پر ۲۰ زرو بې ځايه شويو، راستنېدونکو او مستحقو کورنيو مرستې وېشي..