Language

کابل کې بهرنيو سفيرانو ته د سولې مشورتي جرګې په اړه معلومات ورکړل شو

کابل (پژواک، ١٦ غويى ٩٨) : د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې مېشتو بهرنيو سفيرانو ته د سولې د  لويې مشورتې جرګې د جوړولو او پايلو په اړه معلومات ورکړل.

د سولې مشورتي لويه جرګه  د څه دپاسه ٣٠٠٠ کسانو په ګډون چې تېره اوونۍ پيل شوې وه، د تېرې جمعې په ورځ تر پنځو ورځو وروسته په ٢٣ مادو کې خپله پرېکړه اعلان کړه.

ددې پرېکړې په مهمو مادو  کې پر اوربند او د تېرو ١٨ کلونو د لاسته راوړنو پر ساتلو ټينګار شوى دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د غويي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه را  استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون په کابل کې مېشتو سفيرانو ته د يادې لويې جرګې په اړه معلومات ورکړل شول.

سرچينې زياته کړې، دا غونډه په بهرنيو چارو وزارت کې د سياسي مرستيال او سرپرست وزير ادريس زمان په مشرۍ جوړه شوې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د سولې د عالي شورا ددارالانشاء مشر او د سولې د لويې مشورتي جرګې د جوړونکي کمېسيون مشر عمر داوودزي هم په دې غونډه کې ګډون کړى و.

د بهرنيو چارو وزارت وايي چې سرپرست وزير سفيرانو ته د يادې لويې جرګې پر ارزښت، د ګډونوالو او پرېکړو په اړه په تفصيل سره معلومات ورکړل.

سرچينې ويلي، چې په پاى کې د غونډې د ګډونوالو سوالونو ته هم ځوابونه ورکړل شول.

login or register a new account.