کابل (پژواک، ١٦ غويى ٩٨) : د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د لومړي وزير عمران خان ترمنځ د اړيکو او خبرو هرکلى کړى دى.
پرون ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان په يوه ټيلېفوني اړيکه کې د سولې د روانې پروسې او د سوداګرۍ په برخه کې د سيمه ييز اتصال په اړه خبرې کړې وې.
دغه راز د پاکستان لومړي وزير عمران خان ولسمشر اشرف غني ته د سفر بلنه ورکړه چې د ولسمشر غني له خوا ومنل شوه.
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د غويي په ١٦مه، په يوه ټويټ کې د دغو اړيکو ستاينه کړې ده.
هغه زياته کړې ، د افغانستان او پاکستان مشرانو په ډاګه کړې چې اقتصادي پرمختګونه او ګټې د سولې له لارې ممکن کېداى شي .
خليلزاد وايي، دا اقتصادي ګټې د سيمه ييز اتصال او ادغام له لارې ممکن کېداى شي.
login or register a new account.