Language

په کندهار کې د ناټو دوه سرتېري ټپيان شوي

کابل (پژواک، ١٦ غويى ٩٨) : د ناټو د روزنې ماموريت اړونده دوه رومانيايي سرتېري په کندهار ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې پر مهال ټپيان شوي دي.

د رومانيا د دفاع وزارت د غويي په ١٦مه، خبر ورکړى چې دا پېښه نن د کندهار ولايت هوايي ډګر کې دننه  نظامي ساحه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، د تمرين پر مهال ددوى پوځي موټر چپه شوى چې له امله يې دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

د رومانيا دفاع وزارت ويلي چې د ټپي سرتېرو روغتيايي حالت ښه دى او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

رومانيا د ناټو د روزنې ماموريت (غوڅ ملاتړ) په چوکاټ کې ٧٣٣ سرتېري لري چې په کندهار ولايت کې مېشت دي.

login or register a new account.

Related Topics