کابل (پژواک، ١٩ غويى ٩٨): د امريکا لوى درستيز وايي، د افغانستان حالات اوس دې ته نه دي برابر شوي چې په بشپړه ډول دې ټول ځواکونه ترې و ايستل شي.
د امريکا د وسله وال پوځ لوى درستيز جنرال جوزېف ډنفورډ دا څرګندونې پرون د امريکا د کانګرېس يوې استماعيه غونډې ته کړې دي.
هغه زياته کړې: ((موږ بايد تر هغه پورې چې په افغانستان کې د ترهګرو ګواښ موجود وي، هلته د ترهګرۍ پر ضد خپل ځانګړي ځواکونه وساتو.))
جنرال ډنفورډ دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه وکړې چې په کابل کې وسله والو طالبانو پر يوې امريکايي خيريه موسسې بريد وکړ، په دغه بريد کې پنځه افغانان ووژل شول او تر ٢٠ نور ټپيان شول.
جنرال ډنفورډ دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې روانې دي.
په دې خبرو کې لومړى د بهرنيو ځواکونو پر وتلو او د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې چې له افغانستانه به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښېږي، خبرې کېږي او ويل کېږي چې سره نږدې شوي دي.
د امريکا لوى درستيز په ياده غونډه کې ويلي چې اوس هم تر ٢٠ زيات ترهګرې او سخت دريځې ډلې په افغانستان کې فعاليت کوي او يو شمېر يې اوس هم امريکا ته ګواښ دي.
جنرال ډنفورډ د يوه سناتور د پوښتنې په ځواب کې ويلي: ((زما په فکر هېڅوک له ما څخه دېر له افغانستان څخه د ځواکونو پر وتلو ډېر ټينګار نه کوي، خو د افغانستان اوسنيو حالاتو ته په کتلو سره هلته بايد ځواکونه پاتې وي.))
د هغه په وينا، دا څرګندونې ډېرو امريکايانو ته نا هيلې کوونکې دي، خو د افغانستان حالات اوس دې ته نه دي برابر شوي چې په بشپړه توګه ترې ځواکونه و ايستل شي.
login or register a new account.