منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

بغلان کې د سېلابونو له امله درې کسان مړه او تر دېرش ډېر کورونه ويجاړ شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۶۲ کتنې · تازه شوی

پلخمري (پژواک، ۴ غويی ۱۴۰۵): بغلان کې مسوولين وايي چې د دغه ولایت په خنجان، دوشي او دهنه‌غوري ولسوالیو کې تېره شپه د سېلابونو راتلو له امله درې کسان مړه او لسګونه استوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.

د بغلان له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ریيس هدایت‌الله همدرد ويلي چې تېره شپه د دغه ولايت په خنجان ولسوالۍ کې د باران او سېلابونو راتلو له امله درې کسان مړه او ۱۵ کورونه ویجاړ شوي دي.

هغه دغه‌راز د لومړنيو معلوماتو له مخې زياته کړې چې په دوشي او دهنه‌غوري ولسواليو کې هم نولس استونګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.