کابل (پژواک، ٢١ غويى ٩٨) : د هند د بهرنيو چارو وزارت وايي، هند او چين ژمنه کړې چې د افغان سولې په برخه کې به ګډ کار کوي او د دغه هېواد د ثبات او امنيت لپاره به ګډې هڅې تنظيموي.
دهند د بهرنيو چارو وزارت وياند روېش کمار د غويي په ٢١مه، په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې دافغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي نوي ډيلي ته سفر کړى او له هندي ديپلوماتانو سره يې دافغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، نوموړي دغه راز د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وجي ګوهالي سره هم ليدلي او دواړو هوکړه کړې چې چين او هند به د افغان سولې په اړه له يو بل سره ګډ کار کوي
هغه زياته کړې، دواړو لورو په دې ليدنه کې د افغانستان پر اوسني وضعيت او د سولې د روانو فعاليتونو په اړه خبرې کړې دي.
سرچينه کاږي چين او هند ژمنه کړې چې د افغان سولې په برخه کې به ګډ کار کوي او ددغه هېواد د ثبات او امنيت لپاره به ګډې هڅې تنظيموي.
چينايي ديپلومات دينګ شيجن ويلي چې دوی له سياسي لارو د افغان جګړې د حل پلويان دي او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.
هندي چارواکو هم ويلي چې په سيمه کې به د افغان سولې او ثبات لپاره خپلو ګډو کارونو او هڅو ته ادامه ورکوي.
د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي په داسې حال کې هند ته سفر کړى چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم تېره اوونۍ هند ته سفر درلود او د افغان سولې په اړه يې خبرې کړې وې.
login or register a new account.