Language

وزيرستان کې د بې پيلوټه الوتکې بريد له امله پنځه وسله وال وژل شوي

کابل (پژوک، ٢١ غويى ٩٨) : په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر يوه مرکز د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د يوه قوماندان په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

پاکستانيو رسنيو خبر ورکړى چې دا بريد تېره شپه په شاوخوا دوو بجو د ډيورنډ پولې ته نږدې د شمالي وزيرستان د لمن په سيمه کې پر يوه کور شوى دى.

ځايي سرچينو ويلي، په دې بريد کې چې د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې پر يوه مرکز بدل شوى و، د سنګري په نامه د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي دي.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې دغه بريد امريکايي ځواکونو کړى که د پاکستان د پوځ له خوا ترسره شوى دى.

تر اوسه د پاکستان پوځ او امريکا په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې په ياده سيمه کې څو ورځې مخکې ديوه بريد پر مهال يو شمېر پاکستانيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

پر شمالي وزرستان تر ١٥ مياشتو وروسته بې پيلوټه بريد شوى دى.

login or register a new account.