Language

امريکا: د افغان ځواکونو له بودجې یوازې سپما شوې پيسې ګرځول شوې دي

 

کابل (پژواک، ٢٢ غويى ٩٨): په افغانستان کې امريکايي ځواکونه وايي چې د افغان ځواکونو له لګښتونو سپما شوي ٦٠٠ ميليونه ډالر بېرته د دفاع وزارت ته لېږدول شوي دي.

پرون ځينو رسنيو د امريکايي سرچينو په حواله خبر ورکړى و چې د امريکا دفاع وزارت د افغان ځواکونو لپاره له ځانګړې شوې بودجې څه باندې ٦٠٠ ميليونه امريکايي ډالر ګرځولي دي.

سرچينې زياته کړې چې دغه پيسې امريکا له مکسيکو سره پر ګډه پوله د جوړېدونکي دېوال بودجې ته ورکړې دي.

په کابل کې د امريکايي ځواکونو وياند ډګرمن ډيو بټلر د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې پيسې به د افغان ځواکونو پر فعاليتونو هېـڅ اغېز ونه لري.

هغه زياته کړې: ((دغه پيسې د افغان حکومت پر ګډې همکارۍ د  افغان ځواکونو له لګښتونو سپما شوې او بېرته د دفاع وزارت ته لېږدول شوې دي.))

د امريکايي ځواکونو وياند وايي چې دغه کار به د افغان ځواکونو پر فعالیتونو هېڅ اغېز ونه لري.

د يادونې ده، تېر کال ولسمشر اشرف غني د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په يوه ليک کې وړانديز کړى و چې غواړي په افغانستان کې د امريکايي او افغان ځواکونو لګښتونه کم شي.

login or register a new account.