کابل (پژواک ٢٢ غويى ٩٨): د کابل پوليس وايي چې د کابل ښار په علاءالدين درې لاره کې پر رينجر موټر چاودنه شوې او يو تن په کې ټپي شوى دى.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې نن تر غرمې وروسته په ٤:١٦ بجو په يوه رينجر کې د ځاى په ځاى شوي مقناطيسي ماين له امله د شپږمې ناحيې په علاءالدين درې لاره کې چاودنه شوې ده.
خو د کابل د امنیه قومندانۍ وياند بصير مجاهد وايي چې دغه رينجر د پوليس و او موټر چلوونکى يې ټپي شوى دى.
د دې چاودنې مسووليت هم تراوسه پورې چا نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن