Language

د خاکرېز ولسوالۍ لارې لا هم تړلي او خلک یې له سختو ستونزو سره مخامخ دي

کندهار (پژواک، ۲۳ غویی ۹۸): د کندهار ولایت د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دغې ولسوالۍ ته غځېدلې لارې لا هم تړلي او د خلاصېدو لپاره یې هیڅ اقدام نه دی شوی.

دوی زیاتوي، په دې موده کې هیڅ خوراکي او غیر خوراکي توکي دغې ولسوالۍ ته نه دي وړل شوي او خلک د روژې په دې میاشت کې له لوږې سره مخامخ دي.

هغوی دا هم وايي چې دواړو طرفونو ته په سلګونو کسان چې ښځې، ماشومان او ناروغان هم شته، بند پاتې دي چې د تګ راتګ اجازه نه لري.

حاجي محی الدین د خاکرېز هغه اوسېدونکی دی چې دوه- درې اوونۍ مخکې کندهار ښار ته د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره راغلی او د لارې د بندېدو له امله همدلته بند پاتې دی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، عمومي لاره وسله والو طالبانو تړلې او پر فرعي لارو بیا پولیس د تګ راتګ اجازه نه ورکوي چې له امله یې په داسې حال کې بند پاتې دی چې پیسې ورسره خلاصې شوې دي.

ده زیاته کړه، د لارې د بندېدو له امله په ولسوالۍ کې خوراکي توکي کم شوي او که د لارې بندېدل دوام وکړي خلک به له قحطۍ سره مخ شي.

د خاکرېز ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي نور احمد هم پژواک خبري اژانس ته وویل، څو اوونۍ کېږي چې د دغې ولسوالۍ لاره تړلې شوې ده.

دی زیاتوي، د ولسوالۍ عمومي لاره وسله والو طالبانو په ماینونو بنده کړې او چا ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د ده په خبره، ها خوا بیا امنیتي ځواکونه هم پر نورو فرعي لارو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له ښکېلو خواوو غواړي چې د خلکو ستونزو ته پام وکړي او  د روژې په میاشت کې د خلکو د ځورېدو سبب نه شي.

د کندهار ولایتي چارواکي وايي، د خاکرېز ولسوالۍ عمومي لاره د وسله والو طالبانو له خوا د بریدونو تر سره کولو په موخه تړل شوې ده خو دوی یې له امنیتي ځواکونو سره د خلاصون پر پلان کار کوي.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو مخالفینو په خاکرېز ولسوالۍ کې د شاه مقصود زیارت ته څېرمه د سیمې اوسېدونکي تر فشار لاندې ساتلي څو خپل کورونه پرېږدي، په څو ساحو کې یې پر عمومي لاره ماینونه خښ کړي او د خلکو د تګ راتګ مخنیوی کوي.

login or register a new account.