منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خاکرېز ولسوالۍ لارې لا هم تړلي او خلک یې له سختو ستونزو سره مخامخ دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۳ غویی ۹۸): د کندهار ولایت د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دغې ولسوالۍ ته غځېدلې لارې لا هم تړلي او د خلاصېدو لپاره یې هیڅ اقدام نه دی شوی.

دوی زیاتوي، په دې موده کې هیڅ خوراکي او غیر خوراکي توکي دغې ولسوالۍ ته نه دي وړل شوي او خلک د روژې په دې میاشت کې له لوږې سره مخامخ دي.

هغوی دا هم وايي چې دواړو طرفونو ته په سلګونو کسان چې ښځې، ماشومان او ناروغان هم شته، بند پاتې دي چې د تګ راتګ اجازه نه لري.

حاجي محی الدین د خاکرېز هغه اوسېدونکی دی چې دوه- درې اوونۍ مخکې کندهار ښار ته د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره راغلی او د لارې د بندېدو له امله همدلته بند پاتې دی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، عمومي لاره وسله والو طالبانو تړلې او پر فرعي لارو بیا پولیس د تګ راتګ اجازه نه ورکوي چې له امله یې په داسې حال کې بند پاتې دی چې پیسې ورسره خلاصې شوې دي.

ده زیاته کړه، د لارې د بندېدو له امله په ولسوالۍ کې خوراکي توکي کم شوي او که د لارې بندېدل دوام وکړي خلک به له قحطۍ سره مخ شي.

د خاکرېز ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي نور احمد هم پژواک خبري اژانس ته وویل، څو اوونۍ کېږي چې د دغې ولسوالۍ لاره تړلې شوې ده.

دی زیاتوي، د ولسوالۍ عمومي لاره وسله والو طالبانو په ماینونو بنده کړې او چا ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د ده په خبره، ها خوا بیا امنیتي ځواکونه هم پر نورو فرعي لارو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له ښکېلو خواوو غواړي چې د خلکو ستونزو ته پام وکړي او  د روژې په میاشت کې د خلکو د ځورېدو سبب نه شي.

د کندهار ولایتي چارواکي وايي، د خاکرېز ولسوالۍ عمومي لاره د وسله والو طالبانو له خوا د بریدونو تر سره کولو په موخه تړل شوې ده خو دوی یې له امنیتي ځواکونو سره د خلاصون پر پلان کار کوي.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو مخالفینو په خاکرېز ولسوالۍ کې د شاه مقصود زیارت ته څېرمه د سیمې اوسېدونکي تر فشار لاندې ساتلي څو خپل کورونه پرېږدي، په څو ساحو کې یې پر عمومي لاره ماینونه خښ کړي او د خلکو د تګ راتګ مخنیوی کوي.

هغه زیاتوي، د وسله والو د فشار او ګواښونو په پایله کې یو شمېر کورنيو له خاکرېز څخه کندهار ښار ته پناه راوړې ده.

د ده په خبره، تر دې مهال دغسې ۵۶ کورنۍ او له هغوی سره د ۱۴ قلمه خوراکي توکو مرسته شوې ده.

ده خبر ورکړ چې ډېر ژر به امنیتي ځواکونه نه یوازې لار خلاصه کړي، بلکې د ولسوالۍ اوسېدونکو ته به هم مرستې ورسول شي.

وسله والو طالبانو په داسې حال کې د کندهار- خاکرېز لاره تړلې چې په دې او نږدې نورو شمالي ولسوالیو کې یې په خپلو بریدونو کې ډېروالی راوستلی دی.

طالبان وايي، د کندهار- خاکرېز ولسوالۍ لار یې د عام تګ راتګ لپاره نه، بلکې د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه تړلې ده.

خاکرېز ولسوالۍ د کندهار ښار شمال ته د ۶۰ کیلومتره په واټن پرته ده چې په ځینو ساحو کې یې وسله وال طالبان فعالیت لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه