کابل (پژواک، ٢٥ غويى ٩٨): د ننګرهار والي وايي چې له عوايدو نه برخه اخلي او نه هم نورو ته برخه ورکوي او ادعا يې کړې چې د ولايتي شورا رييس احمد علي تخريبي کارونو ته لمن وهي.
د ننګرهار والي دغه څرګندونې نن (د غويي ٢٥مه) په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې وروسته له هغه کړې چې د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت پرون د يوه خبري کنفرانس پر مهال د دغه ولايت پر امنيت اندېښنه څرګنده کړه او پر ولايتي چارواکو يې کلکې نيوکې وکړې.
د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت وويل، هره ورځ په ښار کې يا چاودنه کېږي او يا خلک ترورېږي او دغه راز په خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو د نښتو له امله زرګونه کورنۍ کډوالې شوې خو ولايتي اداره يې هېڅ غم نه خوري.
نوموړي دغه شکايت هم وکړ، ولايتي اداره او امنيتي ارګانونه د دوی هېڅ مشورې ته غوږ نه نيسي او په هېڅ کار کې ورسره همغږي نه کوي.
خو د ننګرهار ولايت شاه محمود مياخېل په خپل پوسـټ کې د ننګرهار پر نا امنيو اوږده تبصره کړې او لاملونه يې په ګوته کړي دي.
هغه زياته کړې، له ترهګرۍ، جنايي، اقتصادي مافيا او د واک انحصاري کړيو د ولس د خلاصون اصلي لارې، د دوی غير مشروع اقتصادي سرچينې وچول دي.
نوموړي د ولايتي شورا د رييس احمد علي د څرګندونو په ځواب کې ليکلي، چې هغه ډېرى مهال په کابل، دوبۍ او ايران کې وي، ځکه غونډو کې ګډون نه کوي.
مياخېل ويلي : (( زما د دريېو مياشتو ماموريت په دوره کې هېڅکله په ټولنيزو جلسو کې چې د ولس خير او عزت پکې مطرح وي، لکه د ولايت اونيزې اداري غونډې، د ولسوالانو سره مياشتنۍ غونډې، د امنیتي او دفاعي قواو دورځې لمانځل، د نوي کال او نارنج ګل مشاعره، او نور ګڼ شمېر غونډې جوړې شوې، خو هغه پکې برخه نه ده اخستلې. ))
د هغه په وينا، احمد علي په دې موده کې دوه درې ځلې چې جلال اباد کې و، د تخريبي کارونو لپاره يې لمن وهلې چې ښې بېلګې يې د سولې د مشورتي لویې جرګې ټاکنو خرابول او د شينوارو د ولسونو تر منځ نفاق او يا ګډوډي اچول وو.
د ننګرهار والي وايي چې احمد علي له بل غړي اجمل سره په نظامي شورا کې د ګډون موضوع مطرح کړې، په داسې حال کې چې ولايتي شورا په خپله بل غړى اسرارالله مراد د نظامي شورا په ناستو کې د ګډون لپاره معرفي کړى او هغه په هره ناسته کې ګډون کوي.
مياخېل ويلي، په لعلپورې ولسوالۍ کې د تښتوونکو او جنايي جرمونو مرکزونه له منځه يووړل شول، د ولايت ختيځه سيمه له دښمنه خوندي شوه، په تورخم کې د فساد مخه ونيول شوه چې له امله يې سوداګر خوښ او د ګمرک عوايد زيات شول، خو له دغه کار سره د ډېرو کسانو د غير قانوني عوايدو سرچينې وچې شوې.
ده زياته کړه، په شېرزادو ولسوالۍ کې چې د شوکاڼو او مرمرو کانونه دي چې ډېرى عوايد وسله والو مخالفينو او اقتصادي انحصاري کړيو ترلاسه کول، هلته امنيت ښه او امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى شول.
login or register a new account.