Language

خليلزاد: د سولې پروسه د ولسمشريزو ټاکنو د چمتووالي مخه نه شي نيولى

کابل (پژواک، ٢٨ غويى ٩٨): د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازى زلمى خليلزاد وايي، د سولې لپاره هڅې په دې معنا نه دي چې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره دې چمتووالى ونه نيول شي.

نوموړي د غويي په ٢٨مه په ټويټر کې ليکلي، په دې وروستيو کې ځينو کسانو په افغانستان کې د امريکا د لومړيتوبونو په اړه پوښتنې را ولاړې کړې دي.

هغه زياته کړې، د سولې پروسه چې په افغانستان کې يو سياسي جوړجاړي ته لاره هواروي، د ټولو لومړيتوب دى او ټول افغانان همدا غواړي.

خو خليلزاد په ډاګه کړې، د سولې غوښتنه په دې معنا نه ده چې د راتلونکو باور وړ ولسمشريزو ټاکنو لپاره د چمتووالي مخه ونيول شي.

نوموړي ويلي، د ولسمشرۍ ټاکنو پلانونه او چمتووالى بايد د پروسې په څېر په سمه توګه پر مخ يووړل شي.

د يادونې ده، امريکا پخوا تر ټاکنو د سولې پروسې ته ارزښت او لومړيتوب ورکاوه، خو په دې وروستيو کې يې په دريځ کې بدلون راغلى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سوېلي او مرکزي اسيا د چارو مرستياله مېرمن اليس وېلز هم تېره اوونۍ کابل ته راغلې وه او پر ولسمشريزو ټاکنو يې ټينګار کړی و.

هغې د ټاکنيزو کمېسيونونو له کمېشنرانو سره په ليدنو کې هم د ولسمشريزو ټاکنو پر چمتووالي خبرې کړې وې.

login or register a new account.