Language

خليلزاد د امريکا سنا ته له طالبانو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکوي

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٨): ټاکل شوې ده چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى د امريکا مشرانو جرګې ته له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه معلومات ورکړي.

د امريکا د سنا له خوا د غبرګولي په لومړۍ نېـټه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خليلزاد به نن د دې جرګې د بهرنيو اړيکو کمېسيون له غړو سره ناسته ولري.

سرچينې زياته کړې، ټاکل شوې ده چې نوموړى به امريکايي سناتورانو ته له طالبانو سره د خبرو په تړاو معلومات ورکړي.

زلمي خليلزاد په تېرو شپږو مياشتو کې په قطر کې له طالبانو سره شپږ پړاوه خبرې اترې کړې دي او اوس یې جزئيات له سناتورانو سره شريکوي.

په دغو خبرو اترو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او دا چې له افغانستانه بيا نړۍ ته ګواښ نه پېښېږي، بين الافغاني خبرې اترې او د اوربند موضوعات شامل دي.

login or register a new account.