کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۸): ولسمشر اشرف غني د مولوي ریحان د وژلو دغندلو ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې دا پيښه سمه وڅیړي.
مولوي سمیع الله ریحان نن د جمعې دلمانځه پر مهال د کابل ښار د پکتیاکوټ په سیمه کې په ممبر کې د چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ولسمشر اشرف غني ویلي، ترهګرو د خپلو جنایتونو په دوام نن یو ځل بیا د خدای (ج) پر کور (جومات) د تروریستي برید په پایله کې د هیواد جید دیني عالم او مفتي مولوي سمیع الله ریحان چې تل یې خلک حقانیت، طاعت او د خدای تعالی لارې او بندګۍ ته وربلل له منځه یوړ او یو شمېر لمونځ کوونکي ټپیان کړل.
ولسمشر محمد اشرف غني د دغه ترهګریز برید د سخت غندلو ترڅنګ وایي ، ترهګر د خپل اصلیت د پټولو، د خپلو جنایتونو د توجیه په موخه د دیني احکامو او الهي ارشاداتو د ناسم تعبیر او د علمای کرامو د حقانیت د رسا غږ د خاموشولو لپاره د مولوي ریحان پر څېر پر باجرئته، وطندوسته او د اسلامي او ملي ارزښتونو پر مبلغینو او علمای کرامو بریدونه کوي او هغوی له منځه وړي.
ولسمشر اړوندو مسوولینو ته د یاد برید د هر اړخیزې څېړنې، د برید د عاملینو د تشخیص او د قانون منګولو ته د هغوی د سپارلو دستور ورکړ او په ټینګار سره یې وویل، د افغانستان دښمنان پر علمای کرامو او د وطن پر خدمتګارو شخصیتونو د بریدونو له لارې د دوی رسا غږ او د حقانیت او خدمت اسلامي او ملي عالي روحیه نشي کمزورې کولی کولی.
login or register a new account.