کابل (پژواک ٧ غبرګولى ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسیون له حکومت او نړیوالې ټولنې سره خپل وړاندیزونه شریک کړل.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د اروپایي ټولنې، یوناما او د افغانستان د ټاکنو په برخه کې د مرسته کوونکو هېوادونو سفارتونو استازو سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مسوولینو د همکارۍ غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې نن مازدیګر په ارګ کې ترسره شوه، د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیسې او کمیشنرانو د ټاکنیز او عملیاتي تقویم تر اعلان دمخه په اړوندو برخو کې د حکومت او نړیوالې ټولنې د همکارۍ د جلبولو لپاره خپل وړاندیزونه، له هغوی سره شریک کړل.
ولسمشر غني د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولینو ته ډاډ ورکړ او ويې ویل، د رڼو او سراسري ټاکنو د ترسره کېدو په موخه حکومت امنیتي، تخنیکي او لوژستیکي همکارۍ ته چمتو دی او اړوندو ارګانونو او مسوولینو ته په دې اړه لازمې لارښوونې شوي.
همدارنګه نړیوالې ټولنې هم د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ښه او پر وخت ترسره کېدو په موخه د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولینو ته د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن