Language

د ترافيکي اشارو له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي

تصحيح - کابل (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٨): د کابل ښاروالي وايي چې په ښار کې د ترافيکي اشارو له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.

د ياد رياست له خوا د غبرګولي په ١٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د موټرو زياتوالى په کابل ښار کې د لارو بندېدو او ګڼې ګونې لامل شوى دى.

سرچينې زياته کړې، په همدې موخه د کابل ښاروالۍ د ښار لويې او غټې څلورلارې  له منځه وړې او په منځ کې يې سړکونه جوړ کړي او پر ترافيکي اشارو یې سمبال کړې دي.

په خبرپاڼه کې له ټولو ښاریانو غوښتي چې د تګ راتګ پر مهال په ټول ښار او په ځانګړې توګه په څلورلارو کې پر ترافيکي اشارو عمل وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ترافيک پوليسو سيارې ګزمې د ښار په بېلابېلو سيمو او څلورلارو کې ګرځي او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کوي.

سرچينې زياته کړې، سرغړوونکى لومړى نغدي جريمه او بايوميټرک کېږي او د جرم په تکرار سره یې له د موټرچلولو جواز اخيستل کېږي او د قانون منګلو ته سپارل کېږي.

login or register a new account.