کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۸) : د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغان چارواکو او سیاسیونو سره پر سولې د خبرو او مشورو لپاره یو ځل بیا کابل ته راغلی دی.
هغه تیره اونۍ د شپږو هیوادونو په سفر روان شوی، تر اوسه پاکستان، جرمني او بلجیم ته یې سفرونه کړي دي.
په کابل کې دامریکا سفارت لخوا د غبرګولي په ۱۹مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، خلیلزاد نن کابل ته رسیدلی دی.
سرچینې زیاته کړې، هغه به په کابل کې د ملي یووالي حکومت له چارواکو، سیاسي مشرانو، مدني ټولنۍ، ځوانانو، دیني عالمانو، سوداګرو او د ښځو له استازو سره د سولې پر روانې پروسې خبرې او سلا مشورې کوي.
د امریکا سفارت وایي، د سولې خبرې مهم پړاو ته رسیدلې، نو په ټول افغانستان کې له افغانانو سره باید په دې اړه پراخه خبرې وشي.
login or register a new account.