مزارشريف (پژواک، ٢٠ غبرګولی ۹۸): د بلخ يو شمېر اوسېدونکي، ولايتي شورا او مدني فعالان وايي چې د دغه ولايت امنيه قومانداني دې د نامسووله وسله والو او د هغوی د ملاتړو د نومونو افشا کولو تر څنګ د دغو کسانو د نيولو لپاره هم جدي ګامونه پورته کړي.
بلخوا د بلخ امنيه قوماندان سمونوال اجمل فايز وايي چې په دغه ولايت کې يې د ناقانونه وسله والو او وسلو پر ضد اقدامات پيل کړي دي.
نوموړي پژواک ته وويل چې پوليس په لومړي ګام کې نامسوولو وسله والو ته خبرداری ورکوي؛ څو قانون ته غاړه کېږدي او خپلې غير قانوني کړنې ودروي.
د هغه په خبره، که چېرې کوم ناقانونه وسله وال او يا هم ډلې د امنيتي ځواکونو دغه خبرداري ته پام ونه کړ؛ نو دوی به يې پر ضد د عملياتو تر څنګ د ملاتړو نومونه هم خلکو ته افشا کړي.
هغه زياته کړه چې په تېره يوه مياشت کې يې په مزارشريف کې تر دېرشو ډېر نامسوول وسله وال بې وسلې کړي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.
د ناقانونه وسله والو پر ضد د بلخ پوليسو دغه ګام د ولايتي شورا او مدني فعالانو له هر کلي سره مخ شوی دی.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد له پژواک سره خبرو کې هيله مندي وښوده، چې پوليس بايد دغه ولايت کې د ناقانونه وسله والو پر ضد د عملياتو او همدا راز د هغوی د ملاتړو د نومونو افشا کېدو جرئت وکړي.
د حديد په خبره د بلخ امنيه قومانداني بايد د ناقانونه وسله والو په اړه خپل مالومات په بې پرې توګه خلکو ته وړاندې کړي.
نوموړي زياته کړه: ((پوليس دې داسې نه کوي چې د نامسووله وسله والو يو شمېر ملاتړي افشا کړي او يو شمېر نور پټ وساتي، که چېرته داسې يو څه کېږي؛ نو پايلې به يې ښې نه وي، اوس چې امنيه قوماندان دا خبره کړې؛ نو زه هيله لرم، چې جرئت يې وکړي او په دې تړاو له شته واقعيتونو څخه خلک خبر کړي.))
حديد وايي، په مزارشريف کې د پوليسو د ۸۸۸ قطعې د هڅو له امله د نامسووله وسله والو شمېر او فعاليتونه کم شوي دي.
د هغه په خبره، د بلخ پوليس د يادو ډلو او کسانو د نومونو افشا کېدو تر څنګ بايد د هغوی د نيولو لپاره هم جدي ګامونه پورته کړي.
د ولايتي شورا رييس وايي چې خلک هيله لري؛ څو افغان ځواکونه ټول هغه نامسوول وسله وال د قانون منګولو ته وسپاري، چې په يو شمېر اشخاصو، سياسي جريانونو او ډلو ټپلو پورې ځانونه تړلي بولي او ورانکاري فعاليتونه کوي.
نوموړی زياتوي چې د بلخ پوليس بايد د مزارشريف ښار د امنيت تر څنګ د بلخ هغو ولسواليو ته هم ځانګړې او عاجله پاملرنه وکړي چې امنيتي ستونزې په کې ډېرې شوي دي.
د بلخ د مدني ټولنې غړي مير رويين انصاري پژواک ته وويل چې د بلخ خلک اوس هم هغه کسان ښه پېژني چې ناقانونه وسله لري او له نامسووله وسله والو څخه ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه چې خلک بايد يادو ناقانونه وسله والو ته ځای ورنه کړي او په خبره يې له پوليسو سره د همکارۍ له لارې دې نامسوول وسله وال بې وسلې کړي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.
نوموړي وويل: ((د مزار خلک هم فاسدين، ناقانونه وسله وال، غله او بې بندوباره خلک پېژني او هم يې ملاتړي ورته معلوم دي.))
انصاري وايي چې يواځې د ناقانونه وسله والو او د هغوی د ملاتړو د نومونو افشا کېدل کفايت نه کوي، بلکې په وينا يې چې پوليس بايد د يادو کسانو پر ضد جدي او قانوني اقدامات وکړي.
د مزارشريف اوسېدونکې مېرمن مهناز بيا باور نه لري چې پوليس دې بلخ کې د ناقانونه وسله والو د ملاتړو د نومونو افشا کېدو جرئت وکړي.
هغې پژواک ته وويل چې دغه ولايت کې شته ناقانونه وسله وال د سيمه ييزو پر نفوذه زورواکو له خوا حمايه کېږي.
دې زياته کړه: ((زه د مزاشريف د يوې اوسېدونکې په حيث پر دې باور نه لرم چې زموږ په ولايت کې دې نامسوول وسله والو او د هغوی ملاتړي افشا شي؛ ځکه دغه خلک د سيمه ييزو ځواکمنو زورواکو له پراخ ملاتړ څخه برخمن دي.))
نوموړې اندېښنه ښيي چې ډېری وخت نامسوول وسله وال د پوليسو له خوا نيول کېږي خو په خبره يې چې له لنډې مودې وروسته بېرته خوشې کېږي او ازاد ګرځي.
هغه وايي چې دې وروستيو کې د يو شمېر ولسواليو د امنيتي وضعيت خرابوالي تر څنګ د مزارشريف وضعيت هم کړکېچن شوی دی.
د مېرمن مهناز په خبره، په ښار کې د غلاوو، وژنو او بې بندوباريو تر شا ټول د همدې ناقانونه وسله والو لاسونه دي.
هغه زياتوي چې د بلخ پوليس بايد له ځنډ پرته د ناقانونه وسله والو او د هغوی د ملاتړو په تړاو شته معلومات له خلکو سره شريک کړي؛ څو خلک وپوهېږي، چې د دغه وضعيت تر شا لري.
د نوموړې په وينا خلک غوښتنه لري چې امنيتي وضعيت ښه شي او په دې برخه کې له افغان ځواکونو د جدي او اغېزمنو ګامونو اخيستو هيله لري.
د بلخ امنيه قوماندان وايي چې د ناقانونه وسله والو پر ضد د عملياتو پر مهال پوليس دې ته نه ګوري چې څوک د چا کس دی، بلکې د هغه په خبره چې دوی به يې نيسي او د قانون منګولو ته به يې سپاري.