مزارشريف (پژواک، ٢١ غبرګولی ۹۸): د بلخ يو شمېر اوسېدونکي، ولايتي شورا او مدني فعالان وايي چې د دغه ولايت امنيه قومانداني دې د نامسووله وسله والو او د هغوی د ملاتړو د نومونو افشا کولو تر څنګ د دغو کسانو د نيولو لپاره هم جدي ګامونه پورته کړي.
بلخوا د بلخ امنيه قوماندان سمونوال اجمل فايز وايي چې په دغه ولايت کې يې د ناقانونه وسله والو او وسلو پر ضد اقدامات پيل کړي دي.
نوموړي پژواک ته وويل چې پوليس په لومړي ګام کې نامسوولو وسله والو ته خبرداری ورکوي؛ څو قانون ته غاړه کېږدي او خپلې غير قانوني کړنې ودروي.
د هغه په خبره، که چېرې کوم ناقانونه وسله وال او يا هم ډلې د امنيتي ځواکونو دغه خبرداري ته پام ونه کړ؛ نو دوی به يې پر ضد د عملياتو تر څنګ د ملاتړو نومونه هم خلکو ته افشا کړي.
هغه زياته کړه چې په تېره يوه مياشت کې يې په مزارشريف کې تر دېرشو ډېر نامسوول وسله وال بې وسلې کړي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.
د ناقانونه وسله والو پر ضد د بلخ پوليسو دغه ګام د ولايتي شورا او مدني فعالانو له هر کلي سره مخ شوی دی.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد له پژواک سره خبرو کې هيله مندي وښوده، چې پوليس بايد دغه ولايت کې د ناقانونه وسله والو پر ضد د عملياتو او همدا راز د هغوی د ملاتړو د نومونو افشا کېدو جرئت وکړي.
د حديد په خبره د بلخ امنيه قومانداني بايد د ناقانونه وسله والو په اړه خپل مالومات په بې پرې توګه خلکو ته وړاندې کړي.
نوموړي زياته کړه: ((پوليس دې داسې نه کوي چې د نامسووله وسله والو يو شمېر ملاتړي افشا کړي او يو شمېر نور پټ وساتي، که چېرته داسې يو څه کېږي؛ نو پايلې به يې ښې نه وي، اوس چې امنيه قوماندان دا خبره کړې؛ نو زه هيله لرم، چې جرئت يې وکړي او په دې تړاو له شته واقعيتونو څخه خلک خبر کړي.))
حديد وايي، په مزارشريف کې د پوليسو د ۸۸۸ قطعې د هڅو له امله د نامسووله وسله والو شمېر او فعاليتونه کم شوي دي.
د هغه په خبره، د بلخ پوليس د يادو ډلو او کسانو د نومونو افشا کېدو تر څنګ بايد د هغوی د نيولو لپاره هم جدي ګامونه پورته کړي.
login or register a new account.