ښرنه (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٨): د پکتيکا د ګومل قومي مشران او خلک وايي چې په تېره يوه مياشت کې يواځې په دې ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنيو عملياتو پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۳۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ولایتي شورا غړي پر ګومل سربېره په اورګون، برمل او ځينو نورو ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال د ملکي خلکو وژل کېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي، هر څومره ژر چې کېږي باید د دې ډول پېښو مخه ونیول شي.
د ګومل ولسوالۍ قومي مشر حاجي صديق پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په ګومل ولسوالۍ کې د ملکي کسانو له وژنې وروسته د غبرګون په ډول ښرنې ته راغلي دي؛ ځکه زموږ په سیمه کې له تېرو شلو ورځو راهیسې ناورین ته ورته حالت رامنځته شوی، بې شمېره بې پیلوټه بریدونه ترسره کېږي او یواځې ملکي کسان هدف ګرځوي.))
ده زياته کړه، خلک له خپلو کورونو، فصلونو، د ولسوالۍ بازار او څنګ لورو کليو ته تګ نه شي کولی؛ ځکه وېره لري چې د بې پيلوټه الوتکو له لوري به په نښه شي.
د دې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي بهادر خان وايي، هره ورځ په دې سیمه کې یوه دوه ځایه بمبار کېږي او هدف يې هم یواځې ملکي خلک وي.
دى زياتوي، د تېرو شلو ورځو په ترڅ کې د یادو عملیاتو پر مهال داسې کسان په نښه شوي چې دولتي دندې لري، محصلین او زده کوونکي دي او هم ښځې او ماشومان په کې شامل دي.
د ګومل يوه بل قومي مشر حاجي خان وايي، خلک له وروستیو بمباریو داسې یو حالت ته رسېدلي چې له کورونو نه شي وتلی، د خوراکي او نورو توکو له نه شتون سره مخ دي، د ناروغیو پېښېدو او نورو اړتیاوو پر مهال تګ راتګ خورا ستونزمن شوی دی.
د ده په وينا، که دغه وضعیت همدا ډول دوام پیدا کړي او دولت د ملکي کسانو د مخنیوي لپاره اقدام ونه کړي، تر لوړو چارواکو او نړیوالې ټولنې خپل غږ رسوي.
دغو مشرانو وویل، له دې بمباريو داسې ښکاري، لکه په قصدي ډول چې عام خلک په نښه او وژل کېږي.
د پکتیکا ولایتي شورا غړی عبدالجلیل وايي، په دې وروستیو کې د پکتیکا په څو ولسواليو کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال ملکي تلفات زیات شوي دي.
نوموړی د اندېښنې په څرګندولو سره زياته کړه، که دا لړۍ همدا ډول دوام پیدا کړي، د ولس او دولت ترمنځ به واټن رامنځته شي.
د پکتيکا مرستيال والي شېربادشاه اورګوني وويل، د ملکي وژنې مخنیوی د امنیتي سرتېرو لومړیتوب دی، خو دا چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په کلیوالي سیمو او هغو ځایونو کې جګړې کېږي چې طالبان او عام خلک ګډ ژوند کوي، نو ممکن کله داسې هم شوي وي چې ملکیان تلف شوي وي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP