کابل (پژواک ۳۱ غبرګولی ۹۸) پخوانی ولسمشر حامد کرزی د افغان سولې په تړاو په پاکستان کې کیدونکې ناسته کې ګډوون نه کوي، خو د اتمر ټاکنیز ټیم اعلان کړی، چې دوی پکې ګډون کوي.
ټاکل شوې ده، چې دغه ناسته د شنبې په ورځ د چنګاښ په لومړۍ نیټه، د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شی.
د کرزي له دفتر څخه د غبرګولي په ۳۱مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دې ناسته کې د ګډون په موخه د مشورو لپاره د کافي وخت نشتوالي او ځینو نورو ستونزو له امله ګډون نه شي کولی.
خو هغه ویلي، چې ددې ناستې د جوړولو او ورته د بلنې ورکولو له امله خپل ورور ګاونډي هیواد پاکستان څخه مننه کوي.
کرزي هیله څرګنده کړې، چې په یوه مناسب فرصت کې به پاکستان ته سفر وکړي.
نوموړي ددغه کنفرانس د بریا لپاره دعا کړې او له پاکستان یې غوښتی دي، چې د افغان سولې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.
په پاکستان کې د افغانستان د سولې او پخلاینې په اړه د جوړیدونکې ناستې په رابطه خبر پاڼه
بلخواد ولسمشرۍ کاندید حنیف اتمر د ټاکنیز ټیم لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددوی پلاوی د لاهور د سولې څېړنیز مرکز په نوښت او د پاکستان د دولت په ملاتړ جوړیدونکې نسته کې ګډون کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دې ناستې ته د سولې او اعتدال ټاکنيز ټیم مشران هم ور بلل شوي وو، په همدې اساس یو لوړ پوړی پلاوی په ناسته کې د ګډون په موخه وګمارل شو او نن ورځ یې پاکستان ته سفر وکړ.
سرچینې ویلي، چې دوی په پاکستان کې د افغانستان د سولې او پخلاینې په اړه له جوړیدونکې ناستې څخه ملاتړ کوو او د سولې او اعتدال ټاکنيز ټیم ژمن دی، چې د سولې په برخه کې له ټولو صادقانه هڅو څخه ملاتړ وکړي.
د افغانستان د سولې او پخلاینې په برخه کې د پاکستان د دولت له ریښتینو هڅو څخه هرکلی او ملاتړ کوي. هيله یې دا ده چې پاکستان د دې نوښت په دوام د مستقيمو بين الافغاني مذاکراتو زمينه برابره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي : (( موږ هیله لرو او د دې پلوي کوو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دولتونو په چوکاټ کې د امنیت او سولې په اړه ګډ تفاهم رامنځته شي او د ښه ګاونډیتوب د اصلو پر بنسټ دوه اړخیزې اړیکې پراختیا وکړي.))
login or register a new account.