Language

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رئیس د «مرکزي اسیا کې د اوبو امنیت» غونډه کې ګډون کړی

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۵): د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز وایي چې د دغه مرکز رئیس د «په مرکزي اسیا کې د اقلیمي بدلونونو پر مهال د اوبو امنیت» تر سرلیک لاندې یوه غونډه کې ګډون کړی دی.

دغه مرکز پر خپله اېکس‌پاڼه د خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې د مرکزي اسیا نړۍوالې مؤسسې (IICA) او د اوبو مدیریت نړۍوالې مؤسسې (IWMI) په ګډه د «په مرکزي اسیا کې د اقلیمي بدلونونو پر مهال د اوبو امنیت» په اړه ګردی مېز جوړ کړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رئیس ډاکټر عبدالحي قانت په دې غونډه کې چې د ترکیې په کوربه‌توب ترسره شوې، ګډون کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، قانت د اوبو د مدیریت لپاره د یوه ګډ چوکاټ پر رامنځته کولو ټینګار کړی چې پکې د اوبو د حوزو د ټولو هېوادونو ګډون، د معلوماتو شریکول، د اوبو د ضایع کېدو کمول، تخنیکي خبرې اترې او له اقلیمي بدلونونو سره د عیارېدو لپاره ګډې هڅې شاملې دي.

په دې ناسته کې همدارنګه د افغانستان پر ونډې او د سیمه‌ییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی، څو د اوبو سرچینې په ګډه او اغېزناکه توګه مدیریت شي.