کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۸): په کابل کې د ایران سفارت، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وروستیو څرګندونو په ځواب کې وايي چې هېواد يې د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي.
پومپیو دوه ورځې مخکې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ادعا وکړه چې ایران په افغانستان کې د سولې روانې هڅې ګډوډوي.
په کابل کې د ایران سفارت وايي، سوله د افغانستان د ټولنې عمومي غوښتنه ده، د دې هیلې پوره کېدو لپاره او هغه څه چې د افغانستان د سياسي ګوندونو، خلکو او حکومت په خوښه وي، د ایران جمهوري ریاست به يې تر خپل توانه ملاتړ کوي.
سرچینه زیاتوي چې په افغانستان کې د ژر او دایمي سولې او امنیت راتلل طبیعی دي، د ایران اسلامي جمهوریت د امنیت ګټو له مخې د یو ګاونډي په صفت چې اوږد مرز لري، نه شلېدونکې اړیکې لري، په همدې اساس موږ به په افغانستان کې دایم د سولې غوښتونکي یو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران جمهوري ریاست سیاست هېڅکله د افغانستان له خاورې د نورو له هېوادونو سره د خپلو اختلافاتو لپاره گټه نه ده اخیستې او هیله لري چې دغه اصل ته نور هم وفادار پاتې شي.
ایران ویلي دي: "داسې ښکاري چې د سولې هره پروسه د افغانستان د دولت او خلکو په غوښتنه ده او د روانو حالاتو او جاري خبرو اترو په اړه د غیر شفافو خبرونو خپرول له هغو تورونو دي چې زیاتره پر غلط درک، ناپوهي او ضعیف عمل باندې دلالت کوي.
login or register a new account.