Language

نبيل: پاکستان د ځينو خاينانو پر مټ بيا غواړي افغانستان تباه کړي

مزارشريف (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۸): د ملي امنيت پخوانی رييس رحمت الله نبيل وايي چې له پاکستان سره ستونزه د ډيورنډ پر لاسليک کېدو نه حل کېږي، بلکې په خبره يې چې ياد هېواد غواړي د افغانستان له خاورې په استفادې ځان په سيمه کې د روس، هند او چين سيال وګرځوي. 

نوموړي د چنګاښ په ۱۱مه په مزارشريف کې د (وطندوست اکثريت) په نوم غونډه کې وويل چې له څلوېښتو کلونو راهيسې افغانان د دين، قوم او ژبې په نوم وژل کېږي.

نبيل چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کانديد هم دى، وايي چې د افغانستان ستونزه پر دې نه حل کېږي چې خلک په قومي، ژبني او سمتي لورو ووېشل شي.

هغه زياته کړه، دلته د قومي اکثريت او قومي اقليت پر ځای بايد وطندوست اکثريت او خاين اقليت رامنځته شي.

نوموړى وايي چې له څلوېښت کلونو راهيسې افغانان د قوم، ژبې او دين په نومونو وژل کېږي.

د هغه په وينا، د افغانستان د څلور لسيزو جګړې له امله د دغه هېواد د نفوس ۱۰ سلنه وژل شوي، په همدې اندازه روږدي دي او همدا راز ۲۰ سلنه وګړي مو کډوالۍ ته مجبور شوي دي.

نوموړي وويل چې د افغانانو د ټولو ځاني او مالي قربانيو قدر ونه شو او خواري يې پر اوبو لاهو شوه.

نبيل زياته کړه: ((موږ په هماغه ځای کې ولاړ يو چې لس يا شل کاله مخکې ولاړ و، خو نوره دنيا مخکې ولاړه. اوس هم زموږ اولادونه د مکتب په لاره وژل کېږي، زموږ ځوانان په بهرنيو اوبو کې غرقېږي، زموږ اولادونه تر پل سوخته لاندې په بد حال کې ژوند کوي.))

د ملي امنيت پخوانی رييس زياتوي چې له پاکستان سره ستونزه د ډيورنډ کرښې په لاسليک کېدو نه حل کېږي، بلکې دغه هېواد غواړي زموږ له جغرافيې په استفادې په سيمه کې ځان د روس او چين سيا ل وګرځوي.

د هغه په خبره، که افغانان يې پر وړاندې يو موټی نه شي، نو ټول به وخوړل شي او له منځه به ولاړ شي.

نبيل وايي چې په افغانستان کې د روانې جګړې ډول او څرنګوالي ته بايد بدلون ورکړل شي.

نوموړی وايي، که پاکستان په زاريو رضا کېدلی، نو په تېرو څلوېښت کلونو کې به رضا شوی و.

login or register a new account.