منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۳ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نبيل: پاکستان د ځينو خاينانو پر مټ بيا غواړي افغانستان تباه کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۰ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۸): د ملي امنيت پخوانی رييس رحمت الله نبيل وايي چې له پاکستان سره ستونزه د ډيورنډ پر لاسليک کېدو نه حل کېږي، بلکې په خبره يې چې ياد هېواد غواړي د افغانستان له خاورې په استفادې ځان په سيمه کې د روس، هند او چين سيال وګرځوي. 

نوموړي د چنګاښ په ۱۱مه په مزارشريف کې د (وطندوست اکثريت) په نوم غونډه کې وويل چې له څلوېښتو کلونو راهيسې افغانان د دين، قوم او ژبې په نوم وژل کېږي.

نبيل چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کانديد هم دى، وايي چې د افغانستان ستونزه پر دې نه حل کېږي چې خلک په قومي، ژبني او سمتي لورو ووېشل شي.

هغه زياته کړه، دلته د قومي اکثريت او قومي اقليت پر ځای بايد وطندوست اکثريت او خاين اقليت رامنځته شي.

نوموړى وايي چې له څلوېښت کلونو راهيسې افغانان د قوم، ژبې او دين په نومونو وژل کېږي.

د هغه په وينا، د افغانستان د څلور لسيزو جګړې له امله د دغه هېواد د نفوس ۱۰ سلنه وژل شوي، په همدې اندازه روږدي دي او همدا راز ۲۰ سلنه وګړي مو کډوالۍ ته مجبور شوي دي.

نوموړي وويل چې د افغانانو د ټولو ځاني او مالي قربانيو قدر ونه شو او خواري يې پر اوبو لاهو شوه.

نبيل زياته کړه: ((موږ په هماغه ځای کې ولاړ يو چې لس يا شل کاله مخکې ولاړ و، خو نوره دنيا مخکې ولاړه. اوس هم زموږ اولادونه د مکتب په لاره وژل کېږي، زموږ ځوانان په بهرنيو اوبو کې غرقېږي، زموږ اولادونه تر پل سوخته لاندې په بد حال کې ژوند کوي.))

د ملي امنيت پخوانی رييس زياتوي چې له پاکستان سره ستونزه د ډيورنډ کرښې په لاسليک کېدو نه حل کېږي، بلکې دغه هېواد غواړي زموږ له جغرافيې په استفادې په سيمه کې ځان د روس او چين سيا ل وګرځوي.

د هغه په خبره، که افغانان يې پر وړاندې يو موټی نه شي، نو ټول به وخوړل شي او له منځه به ولاړ شي.

نبيل وايي چې په افغانستان کې د روانې جګړې ډول او څرنګوالي ته بايد بدلون ورکړل شي.

نوموړی وايي، که پاکستان په زاريو رضا کېدلی، نو په تېرو څلوېښت کلونو کې به رضا شوی و.

نبيل زياته کړه: ((پرون ولسمشر غني ورغی، په پنجاب کې يې پاکستاني ماشوم ته ګونډه ووهله، خو په مقابل کې يې هغوی پرون راغلل زموږ لسګونه ماشومان يې په وينو کې ولمبول.))

نوموړي که څه هم د چا نوم وانه خيست خو ويې ويل چې پاکستان د هماغو خاينانو په مټ اوس بيا غواړي چې دا خاوره تباه کړي، د کومو پر مټ يې چې دلته جګړه توده ساتلې وه.

هغه وايي چې دا وطن په بم او ټوپک نه ودانېږي، بلکې په ملي يووالي ودانېږي.

نوموړی وايي، څو چې امنيت نه وي راغلی، نه اقتصادي پروژې پلې کېدای شي او نه هم سوداګري وده کولای شي.

نوموړي د حکومت پر جنګي سياست هم نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې جګړه هغه وخت ګټل کېدای شي چې د دښمن د ضعف نقطې تشخيص او فشار ورکړل شي.

هغه وويل چې ولسمشر، معاونين يې، اجرائيه رييس او مرستيالان يې، پخوانی ولسمشر، د بهرنيو چارو وزير په کابل کې يو بل سره خبرې نه کوي، خو بيرون ځي او خپلې عريضې د نورو خلکو درګاوو ته وړاندې کوي.

نوموړي د سولې روانې پروسې ته په اشارې وويل چې افغانان حق لري پوه شي چې په اووه پړاوه مذاکراتو کې څه تېر شوي.

د نبيل په خبره، افغانان به د سولې په نوم هغه معامله هېڅ وخت ونه مني چې د دغه وطن د خلکو له سترګو پناه لاسليک کېږي.

هغه دا هم وويل چې اوسنی حکومت په ټاکنو کې د درغلۍ په خاطر ګومارنې کوي او غواړي چې له دې لارې راتلونکې ټاکنې له فرصته ننګونو ته بوځي.

د ملي امنيت پخواني رييس په خپلو خبرو کې همدا راز وويل چې يو خاين اقليت پر خلکو حاکم دی او له تېرو څو لسيزو راهيسې يې دغه وطن له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست