فیض اباد(پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۹۸): د بدخشان ولایت امنیتي سرچینې وايي چې طالبانو ددغه ولایت د کران و منجان ولسوالۍ د مرکز تر بشپړ نیولو وروسته د لاجوردو کان هغه ۳۰ کارکوونکي او امنیتي سرتېري چې مخکې اوونۍ یې ژوندي نیولي وو بېرته خوشى کړي دي.
طالبانو د روان کال د چنګاښ په ۲۵ مه د بدخشان ولایت د کران و منجان ولسوالۍ د لاجوردو کان ونیوه او ددغه کان ۳۰ کارکوونکي او امنیتي سرتېري یې ژوندي ونیول.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري نن پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبان تېره شپه وروسته له هغه چې ددې ولسوالۍ ډېری سیمې یې ونیولې ۳۰ بندیان خوشي کړل.
د ده په خبره، د طالبانو له خوا د نیول شوو سیمو د بیا نیولو د عملیاتو لپاره امنیتي سرتېري او ولسي پاڅون کوونکي د منجان په سیمه کې راټول شوي دي.
هغه زیاته کړه، د ناامنو سیمو د بیا نیولو لپاره د امنیتي سرتېرو پر عملیاتي پلان کار روان دی او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو په مرسته د طالبانو له خوا په نیول شوو سیمو کې چاڼیز عملیات پیل شي.
د بدخشان د ولایتي شورا غړي احمد جاوېد پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبان په کران و منجان ولسوالۍ کې له تېرو اوو ورځو له جګړو وروسته د قوماندان عبدالملک په مرسته توانېدلي چې د لاجوردو کان تر خپل کنټرول لاندې راولي او سرتېري یې ژوندي ونیسي.
هغه زیاته کړه، قوماندان عبدالملک له طالبانو سره یو ځای شوی او د شفیق الله په نوم د نوموړي زوی چې طالبانو ژوندی نیولی و هم بېرته خوشی شوی دی.
هغه وویل، د بدخشان سیمه ییزې او مرکزي ادارې په یوه اوونۍ جګړه کې د کران او منجان ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره هېڅ پلان نه درلود.
نوموړي زیاته کړه، د منجان سیمه د دولت په واک کې ده او د ملي اردو سرتېري چې د پنجشېر ولایت له لارې سیمې ته لېږل شوي د ولسوالۍ د مرکز په ۴۰ کیلومترۍ انجمن سیمه کې پاتې دي او طالبان ددغې ولسوالۍ مرکز ته د تللو لارو ټول پلونه او پولګوټي ویجاړ کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن