Language

ارګ: په قطر کې د طالبانو د عسل میاشت دې پای ته ورسېږي او د خلکو له وژنو دې لاس واخلي

کابل (پژواک، ٣ زمری ٩٨): د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، هیله من دي چې پر طالبانو د پاکستان ملاتړ بند شي او هغه طالبان چې د پاکستان په واک کې دي، د سولې له بهیر سره یوځای کېدو ته اړ شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې کنفرانس کې وویل، د سولې بهیر پر مواردو د خبرو لپاره اړتیا ده چې زلمی خلیلزاد په کابل کې پاتې شي.

هغه زیاته کړه، د افغان حکومت د کار عمده برخه د سولې پر بهیر تمرکز دی.

صدیقي وویل، د مذاکراتي ټېم د ټاکلو په برخه کې پرمختګ شوی دی او هیله لري چې په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي. دغه ټيم به وړوکی او ټول شمول وي.

د ولسمشر ویاند وايي، د حکومت له خوا د سولې بهیر ته ژمنتیا موجوده ده. د خلکو غوښتنه داده چې دغه بهیر دې حکومت پر مخ یوسي. د جګړې پای ته رسول د ولسمشر لپاره لومړيتوب دی.

هغه زیاته کړه، د سولې بهیر د ټاکنو بهیر تر سيوري لاندې نه راولي. ټاکنې خپل مهالوېش لري او د سولې بهیر دوامداره دی.

نوموړي د اقداماتو په اړه وویل: ((پاکستان تر اوسه د افغان سولې په برخه کې هېڅ عملي ګام نه دی پورته کړی. په تېرو ۱۸ کلونو کې پاکستانیانو تل په دې برخه کې ژمنې کړې، خو هېڅ ډول عملي ګام یې نه دی پورته کړی.))

هغه وویل: ((له پاکستانه زموږ یواځینۍ غوښتنه دا ده چې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.  که پاکستان په امریکا کې پر کړو ژمنو سربېره هم د دغه کار په ترسره کېدو ونه توانېږي، نړۍ باید دې مسئلې ته جدي پام وکړي. موږ پر پاکستان د لازمو فشارونو د واردولو دوام غواړو.))

صدیقي له امریکا، متحدانو او سیمې هېوادونو وغوښتل چې پر طالبانو او په قطر کې د طالبانو پر مشرانو فشار راوړي څو له جګړې لاس واخلي.

هغه وايي چې د طالبانو د عسل میاشت باید پای ته ورسېږي. په قطر کې د طالبانو مشران او پاکستان راشه درشه کوي او دلته په افغانستان کې د بې ګناه خلکو وژلو ته دوام ورکوي. په قطر کې د طالبانو او پاکستان مشران د عسل په میاشت کې دي او دغه وضعیت باید پای ته ورسېږي.

د ولسمشر ویاند زیاته کړه، د پاکستان مشرانو په امریکا کې ژمنه کړې چې د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست بدل کړي.

هغه زیاته کړه: ((هیله من يو چې پاکستان د طالبانو له ملاړه لاس واخلي او هغه طالبان چې د پاکستان په واک کې دي، باید د سولې له بهیر سره یو ځای کېدو ته اړ شي.))

login or register a new account.