مزارشريف (پژواک،۹زمری۹۸): خصوصي مخابراتي شبکو له لس ورځني ځنډ وروسته بېرته په مزارشريف کې خپل فعاليت پيل کړ.
لس ورځې وړاندې په مزارشريف ښار کې ټولو خصوصي مخابراتي شبکو په لومړي ځل د طالبانو ګواښ له امله د شپې له خوا خپل فعاليتونه قطع کړل او د دغه کار په غبرګون کې د بلخ سيمه ييزې ادارې تند غبرګون وښود.
د بلخ ولايت مقام د مخابراتي شبکو ياد اقدام دسيسه وبلله او خبرداری يې ورکړ چې که بيا ځلي د شپې له خوا مخابراتي شبکو خپل خدمات بند کړل، نو جدي چلند به ورسره وکړي.
د ولايت مقام له دغه خبرداري وروسته په دويمه شپه بيا هم مخابراتي شبکو خپل خدمات بند کړل چې له امله يې د بلخ ولايت مقام له خوا شپه او ورځ د يادو مخابراتي شبکو فعاليتونو باندې بنديز ولګېد.
له تېرو لسو ورځو وروسته د زمري مياشتې د ۹مې ورځې، ماسپښين شاوخوا ۳ بجې ټولو خصوصي مخابراتي شبکو بېرته په مزارشريف کې خپل فعاليتونه پيل کړل.
د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مخابراتي شبکو مسوولينو ژمنه کړې چې خدمات به يې ۲۴ ساعته وي.
هغه زياته کړه، هڅه يې دا ده څو د مخابراتي شبکو ټولو غوښتنو ته رسېدنه وشي او همدا راز د امنيتي وضعيت په اړه يې هم يادو شبکو ته ډاډ ورکړی دی.
له دې وړاندې د بلخ سوداګرو ويلي وو چې د مخابراتي شبکو په بندېدو سره خصوصي سکټور ته ميليونونه ډالر زيان رسېدلی دی.
بلخوا د مخابراتو او معلوماتو ټکنالوجۍ وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم د يادو شبکو له خوا د فعاليت د بيا پيلېدو خبر ورکړل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن