مزارشريف (پژواک،۹زمری۹۸): خصوصي مخابراتي شبکو له لس ورځني ځنډ وروسته بېرته په مزارشريف کې خپل فعاليت پيل کړ.
لس ورځې وړاندې په مزارشريف ښار کې ټولو خصوصي مخابراتي شبکو په لومړي ځل د طالبانو ګواښ له امله د شپې له خوا خپل فعاليتونه قطع کړل او د دغه کار په غبرګون کې د بلخ سيمه ييزې ادارې تند غبرګون وښود.
د بلخ ولايت مقام د مخابراتي شبکو ياد اقدام دسيسه وبلله او خبرداری يې ورکړ چې که بيا ځلي د شپې له خوا مخابراتي شبکو خپل خدمات بند کړل، نو جدي چلند به ورسره وکړي.
د ولايت مقام له دغه خبرداري وروسته په دويمه شپه بيا هم مخابراتي شبکو خپل خدمات بند کړل چې له امله يې د بلخ ولايت مقام له خوا شپه او ورځ د يادو مخابراتي شبکو فعاليتونو باندې بنديز ولګېد.
له تېرو لسو ورځو وروسته د زمري مياشتې د ۹مې ورځې، ماسپښين شاوخوا ۳ بجې ټولو خصوصي مخابراتي شبکو بېرته په مزارشريف کې خپل فعاليتونه پيل کړل.
د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مخابراتي شبکو مسوولينو ژمنه کړې چې خدمات به يې ۲۴ ساعته وي.
هغه زياته کړه، هڅه يې دا ده څو د مخابراتي شبکو ټولو غوښتنو ته رسېدنه وشي او همدا راز د امنيتي وضعيت په اړه يې هم يادو شبکو ته ډاډ ورکړی دی.
له دې وړاندې د بلخ سوداګرو ويلي وو چې د مخابراتي شبکو په بندېدو سره خصوصي سکټور ته ميليونونه ډالر زيان رسېدلی دی.
بلخوا د مخابراتو او معلوماتو ټکنالوجۍ وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم د يادو شبکو له خوا د فعاليت د بيا پيلېدو خبر ورکړل شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، د مخابراتو وزارت سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي د یادې ستونزې په هوارولو کې د امنیت شورا، بلخ ولایت مقام او مخابراتي شبکو له هڅو د مننې ترڅنګ ټینګار کړى چې مخابراتو وزارت د پالیسي جوړوونکي بنسټ په توګه هڅه کوي څو مخابراتي شبکو ته د فعالیت خوندي او اغېزمنه فضا رامنځه کړي.
هاشمي ټینګار کړى، که څه هم د مخابراتي ستونزو هوارولو مسوولیت له اترا ادارې سره دی خو مخابراتو وزارت هڅه کوي چې يوه منظم امنیتي ميکانیزم جوړولو له لارې ټولو خصوصي او دولتي شرکتونو ته د اغېزمنو فعالیتونو منظم بستر جوړ کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










