کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۹۸) : د افغانستان د سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی خلیلزاد وایي، چې په قطر کې له طالبانو سره د خبرو اتو اتم پړاو خبرې پای ته رسیدلې او د نورو مشورو لپاره واشنګټن ته روان شوی دی.
هغه د زمري په ۲۰مه، په ټولنیزه شبکه ټویټر کې لیکلي، داګست په دریمه چې په قطر کې له طالبانو سره د اتم پړاو خبرې پیل شوې وې ، هغه بشپړې شوې.
خلیلزاد ویلي، چې په تیرو څو ورځو کې دواړو خواوو پر تخنیکي جږزیاتو تمرکز درلود او ګټورې خبرې شوې دي.
د نوموړي په وینا، اوس واشنګټن ته روان دی ترڅو د راتلونکو ګامونو په اړه سلا مشورې وکړ.
د یادونې وړ ده، چې خلیلزاد داتم پړاو د لومړیو دریو ورځو په خبرو کې برخه اخیستې وه، خو ناڅاپه هغه هندوستان ته ولاړ او له هندي چارواکو سره یې پر افغان سولې خبرې وکړې.
هغه له هند څخه ناروې ته ولاړ، چیرته چې ویل کیږي، دامریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته بین الافغاني مذاکرات ترسره کیږي.
خلیلزاد دغه از له ناروې وروسته جرمني ته ولاړ او ددغه هیواد له چارواکو سره یې پر افغان سولې خبرې کړې دي.
تر دې مخکې ویل کیږي، چې د لوی اختر په ورځو کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شي، اوس خلیلزاد واشنګټن ته روان شوی دی، نو دغه کار ناممکن دی.
دغه راز په قطر کې ځینو دیپلوماتیکي سرچینو پژواک ته ویلي وو، چې خلیلزاد به د اګست په ۲۷ بیرته قطر ته راځي او بیا به له طالبانو سره شوې هوکړه اعلانوي، خو ځینو نورو سرچینو بیا د اګست په ۱۷مه یا ۱۹ مه د هوکړې داعلان خبر ورکړی دی.
خو تر اوسه په رسمي توګه طالبانو او امریکا په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.