کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٨): ملګرو ملتونو په پکتيا ولايت کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې ژوره خواشيني څرګنده کړې او ددې پېښې د څېړلو خبر يې ورکړى دى.
افغان ځانګړو ځواکونو درې ورځې مخکې د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ١١ کسان وژلي وو، چې دوى يې د وسله والو مخالفينو ادعا کوي.
خو ځايي اوسېدونکي وايي، چې دا ملکي وګړي او ډېرى يې محصلين وو.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر يوناما لخوا د زمري په ٢٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۱ ولسي وګړو مړینې په اړه د اندېښنې څرګندونه شوې دي او ویلي یې دي چې، د بشري حقونو ټیم یې د یادې پیښې په اړه پلټنې کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي : ((حساب ورکول ضروري دي. ملکیانو ته زیان رسول باید ودرول شي.))
په ورته وخت کې د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې، په پکتیا کې یې ۱۱ طالب وسله وال وژلي دي.
د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې، په پکتیا کې یې د وسله والو طالبانو یو پټنځای له منځه وړی چې له امله یې د وسله والو طالبانو د یوه قومندان په شمول ۱۱ طالب وسله وال پکې وژل شوي دي.
په سیمه کې سرچینې وایي چې د امنیتي ځواکونو د پوهنتون پر زده کړیالانو عملیات ترسره کړی دي.
د يادې سيمې يو تن اوسيدونکي حاجي قاهر چې په دې پېښه کې يې د کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي پژواک ته وويل چې د شپې شاخوا يولس بجې عمليات پيل شول او په دوو کورونو کې يې ١١ تنه وژلي دي.
نوموړي زياته کړه: ((ځينې محصلين وو چې کورونو ته په رخصت راغلي وو، د مکتب استادان هم په کې و او زما د تره زوى چې په وزارت معارف کې يې کار کاوه هم وژل شوى دى، ډېر وحشت يې کړى، ټول بې ګناه خلک دي.))
login or register a new account.