دويم تعقيب- پلخمري (پژواک،١٠ وږى ٩٨): د بغلان ولايت د عامې روغتيا رياست وايي چې تر اوسه د پلخمري په نښتو کې ٧ ملکي او نظامي کسان وژل شوي او ٣٣ نور ټپيان دي.
بلخوا د ښار په بېلابېلو سيمو کې نښتې روانې دي او خلک اندېښنه لري چې د جګړې په لومړۍ کرښو کوم بدلون نه دى راغلى.
وسله والو طالبانو نن سهار وخته د پلخمري ښار په شمالي څنډو کې بريدونه پيل کړي او د ولايت پر مېلمستون يې راکټي بريد هم کړى دى.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې د بغلان ولايت پر مرکز پلخمري ښار د وسله والو طالبانو بريدونه يې پر شاتمبولي او تعقيب يې روان دى.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د وږي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پلخمري ښار کې د طالبانو بريدونه په شاتمبول شوي دي.
هغه زياته کړه، له ٣٠ څخه تر٤٠ پورې وسله والو د پلخمري ښار د کلوپ معدن په سيمه کې بريدونه کړي چې د امنيتي ځواکونونو له مقاومت سره مخ شول.
رحيمي وايي، تراوسه درې وسله وال وژل شوي، دوه يې ژوندي نيول شوي او پنځه نور يې ټپيان دي.
د هغه په وينا، په دې بريدونو کې امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى، د پوليسو ځانګړي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او چاڼيز عمليات روان دي.
د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاکټر مجيب الله حبيب پژواک ته وويل چې تر اوسه روغتون ته اووه جسدونه راوړل شوي، چې څلور يې نظاميان، دوه ملکي وګړي او د يوه هويت نه دى معلوم.
د هغه په وينا، دغه راز ٣٣ ټپيان راوړل شوي چې ٢٣ تنه يې ملکي وګړي او لس يې نظامي کسان دي.
د سميع الله په نامه د پلخمري ښار يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل چې په ښار کې ددرنو او سپکو وسلو غږونه اورېدل کېږي او د جګړې په لومړۍ کرښه کې کوم بدلون نه دى راغلى.
د هغه په وينا، د کابل - شمال لويه لاره ددوشي او پلخمري شمالي دروازه کې د جګړو له امله تړل شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP