دويم تعقيب- پلخمري (پژواک،١٠ وږى ٩٨): د بغلان ولايت د عامې روغتيا رياست وايي چې تر اوسه د پلخمري په نښتو کې ٧ ملکي او نظامي کسان وژل شوي او ٣٣ نور ټپيان دي.
بلخوا د ښار په بېلابېلو سيمو کې نښتې روانې دي او خلک اندېښنه لري چې د جګړې په لومړۍ کرښو کوم بدلون نه دى راغلى.
وسله والو طالبانو نن سهار وخته د پلخمري ښار په شمالي څنډو کې بريدونه پيل کړي او د ولايت پر مېلمستون يې راکټي بريد هم کړى دى.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې د بغلان ولايت پر مرکز پلخمري ښار د وسله والو طالبانو بريدونه يې پر شاتمبولي او تعقيب يې روان دى.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د وږي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پلخمري ښار کې د طالبانو بريدونه په شاتمبول شوي دي.
هغه زياته کړه، له ٣٠ څخه تر٤٠ پورې وسله والو د پلخمري ښار د کلوپ معدن په سيمه کې بريدونه کړي چې د امنيتي ځواکونونو له مقاومت سره مخ شول.
رحيمي وايي، تراوسه درې وسله وال وژل شوي، دوه يې ژوندي نيول شوي او پنځه نور يې ټپيان دي.
د هغه په وينا، په دې بريدونو کې امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى، د پوليسو ځانګړي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او چاڼيز عمليات روان دي.
د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاکټر مجيب الله حبيب پژواک ته وويل چې تر اوسه روغتون ته اووه جسدونه راوړل شوي، چې څلور يې نظاميان، دوه ملکي وګړي او د يوه هويت نه دى معلوم.
د هغه په وينا، دغه راز ٣٣ ټپيان راوړل شوي چې ٢٣ تنه يې ملکي وګړي او لس يې نظامي کسان دي.
د سميع الله په نامه د پلخمري ښار يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل چې په ښار کې ددرنو او سپکو وسلو غږونه اورېدل کېږي او د جګړې په لومړۍ کرښه کې کوم بدلون نه دى راغلى.
د هغه په وينا، د کابل - شمال لويه لاره ددوشي او پلخمري شمالي دروازه کې د جګړو له امله تړل شوې ده.
دى وايي، د کومو ټپيانو چې ټپونه ژور دي، د لارې بندېدو له امله خلک نه شي کابل ته يې ولېږدوي.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت پژواک ته وويل چې وسله وال د کرکر په سيمه کې د خلکو په کورونو کې پټ شوي او پر امنيتي ځواکونو ډزې کوي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په پلخمري ښار يې ګڼ شمېر پوستې او نظامي مرکزونه يې نيولي، لسګونو سرتېرو او پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










