Language

د کندوز-بغلان او کندوز-تخار لويې لارې د ترافيکو پرمخ بندې دي

کندوز-پلخمري (پژواک، ٢١ وږى ٩٨): د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د پرله پسې جګړو له امله د کندوز-بغلان او د کندوز-تخار لويې لارې د ترافيکو پرمخ تړل شوې دي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل محمد حسين قرمقل د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دکندوز-تخار د لويې لارې په ملرغى او قبرګلستان په سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

هغه وايي: ((د طالبانو د ګواښ له امله د کندوز-تخار لويه لار د ترافيکو پرمخ تړل شوې خو موږ کوښښ کوو چې هرڅه ژر دغه لار بېرته خلاصه کړو.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د عمومي لارې د بندېدو له امله دا مهال خلک د علي اباد او خان اباد ولسواليو له لارې تخار ولايت ته سفر کوي.

بل لورته خلک بيا وايي چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې دغه لار تړل شوې ده.

د تخار ولايت اوسېدونکي ايمل پژواک ته وويل چې له دوو ساعتونو مزل وروسته يې وکولاى شول، کندوز ښار ته ځان ورسوي.

دى وايي: ((عمومي لار بنده ده، د ٤٠ دقيقو لار مو په دوو ساعتونو ووهله ، لار بنده ده، خلک په سخت مشکل کې دي.))

دغه راز د کندوز-تخار لويې لارې يو تن موټر چلوونکي شېر محمد پژواک ته وويل چې طالبانو پر دغې لارې څو ځايه چک پاينټونه جوړ کړي دي.

نوموړي زياتوي: ((اوس پر نورو اوږدو لارو تګ راتګ کوو، مجبور يو له خلکو کرايه هم لوړه واخلو، خلک هم په مشکل کې دي، موږ هم په مشکل کې يو.))

د دغې لويې لارې يو شمېر نورو مسافرينو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي چارواکو يې غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر د دغې لارې د خلاصون لپاره اقدام وکړي.

دغه راز د کندوز-پلخمري لويه لار هم د جګړو له امله د  ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.

د دغې لارې يوتن موټر چلوونکي ګل رحمن پژواک ته وويل چې د بغلان-کندوز لويې لارې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په جرخشک سيمه کې سړک په ماينونو الوځول شوى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.