کندوز-پلخمري (پژواک، ٢١ وږى ٩٨): د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د پرله پسې جګړو له امله د کندوز-بغلان او د کندوز-تخار لويې لارې د ترافيکو پرمخ تړل شوې دي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل محمد حسين قرمقل د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دکندوز-تخار د لويې لارې په ملرغى او قبرګلستان په سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
هغه وايي: ((د طالبانو د ګواښ له امله د کندوز-تخار لويه لار د ترافيکو پرمخ تړل شوې خو موږ کوښښ کوو چې هرڅه ژر دغه لار بېرته خلاصه کړو.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د عمومي لارې د بندېدو له امله دا مهال خلک د علي اباد او خان اباد ولسواليو له لارې تخار ولايت ته سفر کوي.
بل لورته خلک بيا وايي چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې دغه لار تړل شوې ده.
د تخار ولايت اوسېدونکي ايمل پژواک ته وويل چې له دوو ساعتونو مزل وروسته يې وکولاى شول، کندوز ښار ته ځان ورسوي.
دى وايي: ((عمومي لار بنده ده، د ٤٠ دقيقو لار مو په دوو ساعتونو ووهله ، لار بنده ده، خلک په سخت مشکل کې دي.))
دغه راز د کندوز-تخار لويې لارې يو تن موټر چلوونکي شېر محمد پژواک ته وويل چې طالبانو پر دغې لارې څو ځايه چک پاينټونه جوړ کړي دي.
نوموړي زياتوي: ((اوس پر نورو اوږدو لارو تګ راتګ کوو، مجبور يو له خلکو کرايه هم لوړه واخلو، خلک هم په مشکل کې دي، موږ هم په مشکل کې يو.))
د دغې لويې لارې يو شمېر نورو مسافرينو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي چارواکو يې غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر د دغې لارې د خلاصون لپاره اقدام وکړي.
دغه راز د کندوز-پلخمري لويه لار هم د جګړو له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.
د دغې لارې يوتن موټر چلوونکي ګل رحمن پژواک ته وويل چې د بغلان-کندوز لويې لارې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په جرخشک سيمه کې سړک په ماينونو الوځول شوى دى.
هغه وايي: (( په همدې سيمه کې طالبان ولاړ دي، موټر دروي او تالاشي کوي يې ترڅو دولتي کسان په کې پيدا کړي.))
ده زياته کړه چې د طالبانو له وېرې موټر په کليو او بانډو کې پر فرعي لارو تګ راتګ کوي.
خو بل لورته په دې اړه بغلان کې د ٢١٧ پامير قول اردو د درېيمې لوا قوماندان بريد جنرال عباس توکلي پژواک ته وويل چې د يادې لارې د ژر خلاصون په موخه به عمليات پيل شي.
ده وويل چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې د کابل-بغلان لويه لار د ترافيکو پرمخ پرانېستل شوې ده.
د يادونې ده چې شاوخوا لس ورځې وړاندې وسله والو طالبانو پر پلخمري ښار ډله ييز بريدونه پيل کړل چې له امله يې د کابل- بغلان او د بغلان-کندوز لويې لارې د مسافرو پرمخ وتړل شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









