کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٨): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې له اوربنده انکار وکړ، ده ورسره روانې خبرې اترې وځنډولې.
د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې چې ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې پرون د اسټراليا له لومړي وزير سکاټ موريسن سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
ټرمپ زياته کړې: "له طالبانو سره ليدو ته مې بشپړ چمتووالی درلود، خو کله چې پوه شوم هغوی اوربند نه کوي، ما وويل نو ولې زحمت وباسو. "
نوموړي دغه راز ويلي، طالبانو ګومان کاوه چې د خلکو وژل د قوت نښه ده، په ځانګړې ډول کله چې هغوی د يوه امريکايي په ګډون په کابل کې دوولس کسان ووژل.
دغه بريد د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د شش درک پر سړک وشو. له دغه بريده وروسته په يوه ټويټ کې د امريکا ولسمشر په قطر کې له طالبانو سره خبرې ودرولې.
ټرمپ يو ځل بيا ويلي چې پر طالبانو يې بريدونه زيات کړي او دومره سخت ګوزارونه پرې شوي چې په تېرو ١٩ کلونو کې سارى نه لري.
بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د بندو دروازو شا ته د امريکا کانګرېس ته له طالبانو سره د امريکا د مذاکراتو په اړه معلومات ورکړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن