ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف کې د ښځو لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

مزارشریف کې د ښځو لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

author avatar
9 Oct 2019 - 17:35
مزارشریف کې د ښځو لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو
author avatar
9 Oct 2019 - 17:35

مزارشريف (پژواک، ۱۷ تله ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال زون د نهو ولايتونو د ښځو صنعتکارانو د لاسي توکو نندارتون جوړ شو.

دغه نندارتون چې دوه ورځې به پرانیستی وي، په کې د ښځو په لاس کنډل شوې جامې، له طبي بوټو جوړه شوې دوايي، کرنیز محصولات او نور توکي په ۵۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

په بلخ کې د کليو پراختيا ادارې رييس باسط عيني پژواک ته وويل چې ياد نندارتون د کليو پراختيا وزارت د کليوالي اقتصاد د پراختيا څانګې له خوا جوړ شوی دی.

هغه زياته کړه چې حکومت غواړي د ورته نندارتونونو له لارې د ښځو اقتصاد ته وده ورکړي او همدا راز د کليوالي مېرمنو په ژوند کې تغيير راولي.

عيني زياته کړه چې د ورته پروګرامونو له لارې ډېری وخت سوداګرې مېرمنې کولای شي چې خپلو لاسي صنايعو ته بازار پيدا کړي.

عاقله د مزارشريف اوسېدونکې ده چې په دغه نندارتون کې يې خپل لاسي توليدات نندارې اېښي دي.

هغې پژواک ته وويل چې د ټکريو، څادرنو او لاسي بيکونو جوړولو وړه کارخونه لري چې له دې لارې خپل اقتصادي لګښتونه پوره کوي.

د هغې په خبره، په پيل کې يې ستونزې درلودې خو ورو ورو يې خپلو لاسي توليداتو ته مشتريان پيدا کړل او اوس يې کاروبار ډېر ښه شوی دی.

دغه سوداګره زياتوي چې په خپله دغه وړه کارخونه يې ۸ نورو مېرمنو ته هم د کار زمينه برابره کړې ده.

هغه له نورو مېرمنو هم غواړي چې د خپلو اقتصادي مشکلاتو د حل په موخه دې سوداګري پيل کړي.

د مزارشريف اوسېدونکې فرشته اکبري چې د ياد نندارتون ليدو ته راغلې وايي، سوداګرۍ ته د ښځو مخه کول کولای شي چې د هغوی اقتصادي ستونزې حل کړي.

هغې وويل چې د تېرو کلونو په پرتله په وروستيو وختونو کې مېرمنې ډېرې فعاله شوې او ډېری يې د کورنيو اقتصادي اړتياوو پوره کولو په برخه کې هم له نارينه وو سره همکاري کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.