مزار شريف (پژواک، ٢٠ تله ٩٨) : د بلخ ولايت مشهور ديني عالم مولوي حيات الدين صاحبي نن ماښام مزارشریف ښار کې ووژل شو.
د بلخ امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د تلې په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ديني عالم نن ماښام ۵:۵۰ دقیقې د مزارشریف ښار غازيانو کلا په سیمه کې د دوو وسله والو کسانو له خوا وژل شوی.
هغه وايي چې قاتلين له پېښې وروسته د موټر سایکل په وسيله تښتېدلی دی
عادل وايي، پولیس هڅه کوی څو قاتلین ونيسي.
مولوي حيات الدین مزارشریف کې د اسديه دارالعلوم استاد او ملا امام هم و،
هغه د مذاهبو په اړه وخت نا وخته جنجالي څرګندونې هم کولې چې ځینو خلکو پرې نیوکې هم درلودلې.
تر اوسه ددې پېښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.