Language

په بلخ کې د چورلکې غورځېدو له امله د څلورو پيلوټانو په ګډون ٧ تنه ووژل شول

 

کابل - مزار شريف (پژواک، ٢٣ تله ٩٨) : د بلخ ولايت د مرکز مزار شريف ښار په څنډه کې دملي اردو د يوې چورلکې غوځېدلو له امله د څلورو پيلوټانو په ګډون اوه تنه وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت لخوا د تلې په ٢٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه نن ماښام په شاوخوا پنځه نيمو بجو د مزار شريف د حيرتان دوراهۍ سيمه کې رامنځته شوې وه.

سرچينې زياته کړې، چې د ملي اردو دغه چورلکه د تمريناتي پرواز پر مهال د تخنيکي ستونزو له امله غورځېدلې ، چې  د څلورو پيلوټانو په ګډون اوه تنه پکې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا چورلکه له قول اردو څخه الوتنه کړې وه او ټاکل شوې وه، چې د مولانا جلال الدين محمد بلخي هواي دګر کې ښکته شي.

login or register a new account.

Related Topics