کابل (پژواک، ٢ لړم ٩٨): ملي دفاع وزارت وايي، امنيتي ځواکونو د خپلو پرمختګونو په دوام تېره شپه د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالي چې له درې کلونو ډېره د طالبانو تر کنټرول لاندې وه بېرته نيولې ده.
د یاد وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اوس د هېواد درې رنګه بیرغ د دهنه غوري ولسوالۍ پر ودانۍ لګول شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، په بغلان ولایت کې د ملي دفاعي او امنیتي سرتېرو په عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
ملي دفاع وزارت ویلي چې طالبان له افغان امنیتي سرتېرو سره د مخامخ کېدو توان او انګېزه له لاسه ورکړې او د هرې ورځې په تېرېدو تر خپل کنټرول لاندې سیمې له لاسه ورکوي او خلک يې له ظلمه خلاصېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغان سرتېرو په عملیاتو کې چې یوه اوونۍ مخکې په بغلان کې پیل شوي او د طالبانو له موجودیته به ددغه ولایت تر پاکولو دوام وکړي او دولتي سرتېري د پرمختګ په حال کې دي. په راتلونکو ورځو کې به پاتې سیمې هم له طالبانو پاکې شي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.