مزارشريف ( پژواک، ۱ليندۍ، ۹۸) د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري وايي، چې د قانون له مخې لاريون کول د هر چا حق دی؛ خو زياتوي، چې دوی به چاته د لويو لارو د تړلو اجازه ورنکړي.
نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وکړې، چې نن د ليندۍ په لومړۍ نېټه د نظام الدين قيصاري يو شمېر پلويانو د څو ساعتونو لپاره د مزار – شبرغان لويه لاره تړلې وه.
د حميد الله په نوم يو تن لاريون کوونکي پژواک ته وويل، چې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو په موخه يې اعتراض کړی دی.
نوموړی وايي، چې د بلخ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان طوفان يې په لاره کې زوروي او پيسې ورنه اخلي.
هغه زياته کړه، چې د قوماندان طوفان په ګډون د بلخ يو شمېر چارواکي اوس غواړي، چې د مزار ښار د زاړه کمربند په ساحه کې د دوی ځمکې هم ونيسي.
په ورته مهال د بلخ امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري پژواک ته وويل، چې لاريون کوونکی د نظام الدين قيصاري پلويان دي.
هغه زياته کړه چې د مزار ښار زاړه کمربند ساحه کې يوه قطعه جنجالي ځمکه موجوده ده، چې ياده لانجه د همدې ځمکې پر سر راپورته شوې ده.
د قادري په خبره هر څوک د قانون په رڼا کې د لاريون حق لري؛ خو زياتوي، چې چاته به اجازه ورنکړي چې لويې لارې وتړي.
د هغه په وينا د بلخ سيمه ييزې ادارې پريکړه کړې، چې د دغې ځمکې د جنجال تر حل کېدو پورې به څوک هلته ابادي نه کوي.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې تړاو د نظام الدين قيصاري او طوفان قوماندان نظرونه واخلو؛ خو له تماسونو سره سره هغوی خبرو ته حاضر نشول. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن